لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو پوځ ویلي، د حزب الله یو قومندان یې وژلی


 په لبنان کې د اپرېل په شپږمه نېټه له ترسره شوي برید وروسته اخېستل شوی انځور
په لبنان کې د اپرېل په شپږمه نېټه له ترسره شوي برید وروسته اخېستل شوی انځور

واشنګټن – د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې د لېبنان په جنوبي برخو کې یې په یو هوايي برید کې د حزب الله هغه قومندان وژلی چاچې د اسرایلو په شمال باندې ګڼ بریدونه کړي وو.

د اسرایلو پوځ په بیان کې وژل شوی قومندان علي احمد حسین یاد کړی چې د حزب الله د رضوان څانګې غړی و.

حزب الله هم په همدې نوم د خپل یو جنګیالي د وژل کېدو خبر ورکړی خو د هغه د مړینې په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د اسرایلو دفاعي ځواکونو ویلي، په برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي.‌

د حزب الله او اسرایلي ځواکونو ترمنځ په غزې پټۍ کې د حماس پرضد د جګړې په غبرګون کې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په یو او بل بریدونه کېږي.

د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې دوی د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د ګڼو راکټي بریدونو په غبرګون کې یو هوايي برید کړی.‌

اسرایلي ځواکونو د یکشنبې یا اتوار په ورځ له خان یونس څخه د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړی و.

د اسرایلو د دفاع وزیر یواېو ګېلانټ ویلي، ځواکونه "وځي او راتلونکي ماموریت ته تیاری نیسي." چې په هغو کې په رفع کې راتلونکی ماموریت هم شامل دی.

د جګړې له امله د غزې نیمايي خلک رفع ته چې له مصر سره پولې ته څېرمه پرته ده کډه شوي.

امریکا، ملګروملتونو او نورو خبرداری ورکړی چې که چېرې اسرایل په رفع کې کوم ستر عملیات وکړي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي.

اسرایلي ځواکونو ژمنه کړې چې په سیمه کې به د ملکیانو ځایونه خوندي کوي خو تر اوسه یې په دې اړه کوم تفصیلي پلان نه دی وړاندې کړی چې دا ملکیان به په خوندي توګه چېرې ځي.

د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د یکشنبې یا اتوار په ورځ د جګړې د شپږمې میاشتې له پوره کېدو سره وویل، چې اسرایل د حماس په له منځه وړلو کې خپل هدف ته نېږدې شوي.

هغه خپلې کابینې ته وویل، "مونږ له بریا څخه یو قدم لېرې یو." او زیاته یې کړه "په کومه بیه چې مونږ ته تمامه شوې هغه دردونکې او زړه ماتونکې ده."

که څه هم په قاهره کې د اوربند په اړه ولاړې خبرې بیا پیل شوي خو نتن یاهو ژمنه کړې چې "د بندیانو له ازادېدو پرته به هیڅ کوم اوربند نه وي. دا به هېڅ ونشي."

داسې باور دی چې حماس تر اوسه هم د غزې په تونلونو کې له ځان سره سل بندیان لري.

حماس په اسرایلو باندې د اکټوبر په اوومه نېټه برید کې۱۲۰۰ کسان وژلي وو او ۲۵۰ یې له ځانه سره تښتولي وو.‌

د فېبرورۍ تر نیمايي پورې ۱۱۲ بندیان خوشې کړای شوي وو چې اکثره یې په نومبر کې د یوې اونۍ د اوربند پر وخت وو او د ۳۶ نورو بندیانو په اړه باور دی چې د تېرو شپږ میاشتنیو عملیاتو پر مهال به په غزه کې مړه شوي وي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرایلو په ځوابي برید کې تر اوسه پورې تر ۳۳۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي.

اسرایل وايي، په وژل شویو کسانو په زرګونو تنه د حماس جنګیالي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG