د هند اؤ پاکستان لخوا یو بل ته له وروستیو ګواښونو وروسته امریکې په دغو دواړو ګاونډیوغلیمو هیوادونو غږ کړی دی چې باید له تاو تریخوالي ډډه وکړي اؤ د ستونزې هوارې دې د خبرو له لارې ولټوي.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متیهو ملر مطبوعاتو ته ویلي امریکا د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تحمل مظاهره اؤ د مذکراتو له لارې د معاملو هواري ته لېواله ده.
روانه اوونۍ د هند ددفاع وزیر راج ناتھ سنګھ پخپله یوه مرکه کې ګواښ کړی ؤ چې په ترهګرو پسې د پاکستان خاورې ته هم ور اوښتی شي خو ددغه ګواښ په ځواب کې د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي وؤ که هند داسې وکړل نو د پاکستان لخوا به ورته خوله ماتوونکی ځواب وویل شي.
متیهو ملر وویل امریکا د پاکستاني وګړو وژنه کې د هند ککړتیا په معامله د میډیا رپورټونه ته ځیر ده.
د بهرنیو چارو د محکمې ویاند وویل د امریکې خارجه وزیر د جمعې په ورځ د خپل پاکستاني سیال سره خبرې کړي اؤ دې خبرو کې د پیاوړې شراکت دارۍ هوډ تکرار کړل شوی چې د پاکستان اؤ امریکې خوشحالۍ پر وړاندې بوتللی شي.
نوموړي وویل د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو د ترهګرۍ د مخنیوي ،تجارتي ودې اؤ سرمایه ګزارۍ په پراخولو هم خبرې کړې دي.
د برتانيې دي ګارډين ورځپاڼې په څلورم اپرېل ویلي وؤ د هند حکومت د کال 2020م راهسې په بهرنۍ خاوره د مېشتو ترهګرو د ختمولو په پراخه پلان کې په پاکستان کې 20 تنه وژلي دي.
کله چې د امریکې ویاند نه په دې اړه پوښتنه وشوه نو وي ویل، مونږ په دې اړه د مطبوعاتو رپورټونو ته ځېر یو خو د بحث لاندې تورونو باندې تبصره نه کوؤ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دي ګارډین رپوټ بې بنیاده بللی او رد کړی یې دی ځکه چې وایي دا یې د هېواد د بدنامولو یوه هڅه ده.
ګارډین د اپرېل پر څلورمه په خپل رپوټ کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جې شنکر د هغه بیان حواله ورکړې چې پکې هغه ویلي په نورو ملکونو کې هدفي وژنې د هند د بهرنۍ تګلارې برخه نه ده.
د ایس جې شنکر دا تردید دي ګارډین په همدغه رپوټ کې شامل دی په کوم کې تور لګېدلی او ويل شوي په 2019م کال کې چې د پلوامه په برید کې 40 کسان و وژل شول هندوستان استخباراتي ادارې (را)له هغه وروسته 20 هدفي وژنې کړي دي.
په رپوټ کې له پاکستانه د تر لاسه شویو ثبوتونو په ګډون د هندوستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د کارکوونکو د مرکو حواله هم ورکړل شوې ده.
پاکستان د هند دا تورونه په وار وار په کلکه رد کړي چې ګوندې د هند په خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو پر هند یې تورونه لګولي چې په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. هند بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
Forum