لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او روس د خپلو ستراتیژیکو مرستو په پیاوړتیا سلا شوي


د چین او روس د بهرنیو چارو د وزیرانو دا انځور د فرانس پریس خبري ادارې خپور کړی.
د چین او روس د بهرنیو چارو د وزیرانو دا انځور د فرانس پریس خبري ادارې خپور کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي ویلي، چین له روس سره خپلې اسټراتیژیکي مرستې نورې هم پیاوړې کوي اؤ دواړه هیوادونه به د منصفانه اؤ مساوي چلند یا سلوک ملاتړ کوي.

په ډاڼ ورځپاڼه کې د خپور رپورټ له مخې د چین خارجه وزیر دا څرګندونې د خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د لېدنې په مهال کړي دي.

د روس خارجه وزیر لاوروف د دوشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر چین ته تللی اؤ دغلته یې له چینايي چارواکو سره لیدنو کې د سفارتي اړیکو د لا پیاوړتیا هوډ ښودلی دی.

بینجنګ اؤ مسکو د خپلو ستراتیژیکي مرستو د پراختیا دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې د اوکراین اؤ روسیې تر منځ جګړه دوامداره ده.

روس اؤ چین په دې وروستیو کلونو کې خپلو تعلقاتو ته وده ورکړې ده اؤ په اوکراین د روس له برید وروسته دا دواړه هیوادونه نور هم یو بل ته نزدې شوي دي.

رپورټ وایي چې لیدنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د روس د صدر ولاديمیر پوټن په مشرۍ د روس پرمختیا کې د مرستې کولو ژمنه کړې اؤ هیله یې ښودلې ده چې د ولادیمیر پوټن په مشرۍ کې د روس راتلونکی روښانه دی.

د چین خارجه وزیر د دواړو هیوادونو له لوري د جابرانه، په شا د دیکه کولو د هڅو اؤ د سړې جګړې د ذهنیت لرونکو په ضد په ګډه د کار کولو په ضرورټ ټینګار کړی دی.

رپورټ وایي په دې لیدنه کې سرګیو لاوروف ویلي چې د چین دریځ به دوه اړخیزه اړیکې اؤ شراکت داري نوره هم پیاوړي کړي.

هغه په مسکو "د غیر قانوني بندیزونو" اؤ چین ته حساسې امریکایي ټیکنالوجۍ ته د لاس رسي نه ورکولو د هڅو غندنه وکړه اؤ په لویدیځ یې د بیجنګ لپاره په معاشي اؤ تیکنیکي میدان کې د خنډانو را ولاړولو تور ولګولو.

د چین رسنۍ وایي سرګیو لاوروف د نهې - سه شنبې په ورځ د چین د صدر شي جن پنګ سره هم لېدنه کړې خو وایي د بیجنګ په" ګریټ هال اف دي پیپل "کې ترسره شوې دا لېدنه د رسنیو نه پټه ساتل شوې وه.

په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو چین ته خبرداری ورکړی چې هغه باید د روس اؤ اوکراین په جګړه کې د روسیې د کومک نه ډډه وکړي اؤ اوکراین کې یې د امنیت د ټینګښټ په لړ کې چین نه د خپل کردار ادا کولو په ضرورت ټینګار کړی دی.

تېره اوونۍ برسلز کې د امریکې خارجه وزیر انټني بلنکن خبریالانو سره د خبرو په مهال په چین تور لګولی ؤ چې د روس دفاعي صنعتي اډو لپاره همغه شان ساز و سامان یا مهمات ورکوي.

هغه د مسکو د دفاعي مرستو په نتیجه کې چین ددې د سختو نتیجو نه هم خبرداره کړی ؤ.

‏(دې رپورټ کې ځینې مواد د ای ایف پي‌ نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG