لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو د پوځي استخباراتو مشر د حماس د اکټوبر له برید سره په تړاو له دندې ګوښه شوی


واشنګټن – په اسرایلو باندې د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې برید ته په غبرګون کې د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ د خپل استخباراتي مشر د استعفا اعلان وکړ.

جګړن ایرون هلیوا لا له مخکې څخه هم په ښکاره د استخباراتي ناکامیو پړه منلې وه چې له امله یې په اسرایلو برید وشو او د اسرایلو په وینا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور ژوبل شول.

پوځ د هلیوا د استعفا لیک د ګل په ورځ خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه به له دندې ګوښه شی او څومره ژر چې یې ځای ناستی وټاکل شي نو هغه به تقاعد یا ریټایرډ شي.

هلیوا په لیک کې ویلي، "زما تر مشرۍ لاندې استخباراتي ادارې هغه کار نه دی ترسره کړی چې پر مونږ باور شوی و. زه له هاغې راهیسې له ځان سره توره ورځ ګرځول، هره ورځ او هره شپه. زه به دا درد له ځانه سره د تل لپاره ولرم."

هلیوا لومړنی جګ پوړی اسرایلي چارواکی دی چې له برید سره په تړاو استعفا ورکوي.

د دغه برید په غبرګون کې اسرایلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل چې اسرایل وايي موخه یې د حماس له منځه وړل دي چې بیا په اسرایلو باندې بل برید ترسره نه کړي.

ملګری ملتونه وايي، د اسرایلو په عملیاتو کې د غزې اکثره برخه ویجاړه شوې، د غزې له څلورو څخه درې برخې خلک مجبوره شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرایلو په پوځ عملیاتو کې ۳۴۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې حماس باندې نور سخت او دردونکي بریدونه ترسره کړي تر څو په غزه کې برمته شوي کسان خوشې کړي.

نتن یاهو بې له دې چې نور جزیات ورکړي وویل، "مونږ به په راتلونکو ورځو کې د حماس پرضد خپل پوځي او سیاسي فشار زیات کړو، ځکه دا زموږ د بندیانو د ازادولو لپاره یواځینۍ لاره ده.‌"

د اسرایلو پوځ ویلي، چې د حماس لخوا لخوا د اکټوبر د اوومې په برید کې ځینې تښتول شوي کسان په جنوبي ښار رفع کې دي.

نتن یاهو په بیا بیا ګواښ کړی چې په رفع کې به پوځي عملیات ترسره کوي او دعوه کوي چې د حماس کسان هلته په تونلونو کې پټ دي.

نتن یاهو دا ګواښونه په داسې حال کې کوي چې د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه د کرارۍ غوښتنه کوي.

نړیوالو په رفع کې د ملکي فلسطینیانو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چېرې چې د غزې نیمایي وګړي هلته له اسرایلي عملیاتو څخه تښتېدلي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG