د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف له لوري د پاکستان دولتي بانک ته د لنډ مهاله پور پروګرام د وروستي قسط یو ارب اؤ 10 کروړه ډالر ترلاسه شوي دي.
د نهې-سه شنبې په ورځ د اسيټيټ بانک ویاند د آي ایم ایف څخه ددغو پېسو ترلاسه کیدو پخلی کړی دی.
اوړمه ورځ د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) اجراییه بورډ د پاکستان د لنډ مهاله پور د پروګرام د وروستي قسط یو ارب اؤ 10 کروړه ډالرو منظوري ورکړې وه .
آي ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي وؤ چې پاکستان دویمه ارزونه په کامیابۍ سره ترسره کړې ده خو ددې تر څنګ یې ویلي وؤ چې پاکستان ته به د حکومت د ملکیتي ادارو اصلاحات په مخکې وړل اؤ د پالیسۍ په کاري چوکاټ کې چلول وي.
پاکستان په تېرکال د جولاي میاشت کې د آي ایم ایف نه د نهو میاشتو د لنډې مودې د پور پروکرام ترلاسه کړی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې ددغه پور لپاره آي ایم ایف پاکستان ته څه شرطونه یا اهداف ایښي وؤ پاکستان هغې ته سنجیده پاتې شوی اؤ ټول اهداف یې په کامیابۍ سره ترلاسه کړي.
د آي ایم ایف د اوړمې ورځې په اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو خالصې زیرمې د 4.5 نه 8 اربه ډالرو ته لوړې شوي اؤ پاکستان په وصولیو کې د اضافې له لارې ګردشي پورونو کې اضافه راکمه کړې ده اؤ دې لپاره د توانایۍ په څانګه کې په وخت د "ټیرف ایډجسمنټ" مهم کردار ادا کړی دی.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پيل کړې دي.
هغه ویلي وو چې آی اېم اېف سره د پور د روان پروګرام د تړون په اساس هیله ده چې پاکستان ته به د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط د روانې میاشتې تر پای منظور کړل شي او د دې ترڅنګ پاکستان د اربونو ډلرو د اوږدې مودې د پور په یو نوي پروګرام خبرې پيل کړې دي.
نوموړي ویلي وو د پور موجوده پروګرام به اپریل کې پای ته ورسیږي او مې په میاشت کې بیا آی اېم اېف سره د قرض د یو نوي تړون امید شته.
Forum