لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: پولیس وایي، له ترهګرو سره ډزو کې د ټي ټي پي نیول شوي دوه مهم کمانډران وژل شوي


د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکي وایي، د پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې د ترهګرې ډلې تحریک پاکستان طالبان دوه مهم کمانډران د پولیسو په ولکه کې د نورو ترهګرو په ډزو وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د چارواکو له خولې ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د سه شنبې په ورځ ویلي د پنجاب د حاصل پور سیمې نه نیول شوي د ټي ټي پي‌ دوه مهم کمانډران عدیل عرف سیف الله خراساني اؤ زین عرف اسد الله خراساني پولیسو بهاولپور سیمې ته د پټې وسلې معلومولو لپاره بوتلل چې په لاره کې پرې نورو ترهګرو ډزې کړې دي.

چارواکي وایي د ترهګرو په ډزو کې د ټي پي پي دغه دواړه کمانډران په موقعه وژل شوي اؤ ترهګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د سي ټي ډي چارواکو ویلي ترهګرو څلور کسیزه د ترهګرۍ شبکه جوړه کړې وه اؤ د وژل شوؤ دې ترهګرو شبکې د مرکزي وزیر ریاض حسین پیر زاده د وژلو پلان جوړ کړی ؤ.

خو د خپلې دعوې په حواله سي ټي ډي هیڅ ثبوت یا شواهد رسنیو ته نه دي ورکړي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د پولیسو په ولکه کې د ترهګرو د وژل کیدو دغسې رپورټونه مخې ته راغلي دي.

څېړونکي اکثره د پولیسو دغسې دعوې بې ځایه بولي اؤ وایي کله چې پولیس یا نورې امنیتي‌ ادارې غواړي څوک له عدالت تر شا پخپل سر ووژني نو هغې ته بیا د پولیس مقابلې نوم ورکوي چې په حقیقت کې دغسې هیڅ مقابله نه وي شوي اؤ نه ترهګرو خپل بندي ملګري وژلي وي خو امنیتي ادارې په دغسې کولو خپل غیر قانوني اقدام ته د قانوني بڼې ورکولو هڅه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG