لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل په پاکستان غږ کړی چې ټول پرامنه مظاهرين دې په غېرمشروط ډول خوشي کړي


د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل په پاکستان غږ کړی، "ټول پرامنه مظاهرين دې په غېر مشروط ډول خوشي کړي، د نړيوال بشري قانون ‏لاندې دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د نهمې مې په احتجاج کې ککړو ټولو کسانو ته دې د منصفانه اورېدنې حق ورکړي".‏

اېمنسټي انټرنېشنل ويلي، "د پوځي عدالتونو د لارې دې د ملکي وګړو د قضيو اورېدنې په سمدستي توګه وځنډول شي، د احتجاج د حق په وړاندې د ‏خنډانو جوړولو طريقې دې ختم کړي".‏

نړيوالې ادارې ويلي، تېر کال په نهمه مې د پخواني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته پاکستان کې احتجاجونه شوي، پوځ او پوليس د مظاهرينو ضد ‏په غېر قانونه توګه طاقت کارولی، د زرګونو په شمېره کې کسان نيول شوي، په نيول شوو کې، پوځ په لسګونو کسان بندي کړي، د څو ورځو دپاره په ‏موبايل انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو بنديز وو.‏

ادارې زياته کړې، په قضيو کې نيول شوو کسانو ته ضمانتونه نه ورکړل کيږي، د ‏85‎‏ مظاهرينو قضيې دا وخت په پوځي عدالتونو کې دي، کوم چې د ‏نړیوالو بشري حقونو د اصولو سرغړونه ده.‏

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم ويلي، د عمران خان د نیولو وروسته د تشدد ډکې پېښې شوي او د هغې نه پس ايين په څرګند ډول د پامه غورځول ‏شوی، غېر منتخب قوتونو د ملک په جمهوري چوکاټ خپل واک نور مضبوط کړی، د ملکي وګړو ازادي تروړل شوې او کم ترينه کچې ته راغلې ده.‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

‎ ‎د پاکستان پوځ نهمې مې ته توره ورځ ويلي او په دغه ورځ شوې پېښې یې د مجرمانه پېښو په توګه يادې کړي او غندنه یې کړې ده. ‏

پوځ ویلي، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې ‏‏کولو اجازه ورکړي". ‏

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم ويلي، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره هيڅ نرمي نه شي کېدی او د ‏‏هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".‏

پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي، په نهمه مې د ياد ګوند پرضد سازش شوی، او په دغه ورځ د شوو پېښو د پلټنو دپاره دې بې پلوه ازاده عدالتي ‏کمېشن جوړ کړل شي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG