لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو له بهر مېشتې رسنۍ، افغانستان انټرنېشنل سره په همکارۍ کولو بندیز اعلان کړی


واشنګټن – افغان طالبانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو او کارپوهانو ته خبرداری ورکړی چې له لندن مېشتې رسنۍ افغانستان انټرنېشنل ټي وي سره دې همکاري نه کوي.

طالبان وايي، هر چا چې له یاد خبري سټېشن سره کار وکړ نو هغه به جرم ترسره کړی وي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک کال د زیارت یا پنجشنبې د ورځې ناوخته د ایکس په پاڼه لیکلي چې طالبان باید د معلوماتو د ازادۍ پر وړاندې خپله جګړه پای ته ورسوي.

ښاغلي مک کال لیکلي: " ډیره مایوسوونکي ده ګورم چې طالبان لکه د افغانستان انټرنیشنل رسنۍ په څیر پر هغو رسنیو باندې چې د افغانستان خلکو ته معلومات وړاندې کوي بندیزونه لګوي. طالبان باید د معلوماتو د ازادۍ پر ووړاندې خپله جګړه پاې ته ورسوي. د افغانستان خلک ددغه تروریستي رژيم په پرتله د ښه حالت مستحق دي".

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت ویاند ادعا کړې چې دغه سټېشن چې په سټلایټ کېبل او ټولنیزو رسنیو باندې خپرونې کوي له اخلاقي او حقوقي پولو څخه سرغړونې کوي.

حبیب غفران وویل، "د کمېشن په ترسره شوې غونډه کې (شورو یا چهارشنبې په ورځ) دا پرېکړه شوې چې له دې رسنۍ سره په بحثونو کې ګډون او یا ورته د اسانتیا برابرول منع کړای شوي دي."

د خپرونو لپاره مرستیال وزیر ضیا الحق حقمل وویل، خلکو به جرم ترسره کړی وي که له دې سټېشن سره همکاری وکړي.‌

هغه لس دلیلونه یاد کړي چې خلک باید له دې رسنۍ سره کار و نه کړي چې په هغو کې د د یادې رسنۍ لخوا د ادعا له مخې د غلطو معلوماتو خپرېدل هم شامل دي.

حقمل ویلي، "که یو څوک د دغو لسو دلیلونو پر بنسټ همکاري و نه کړي، نو بیا د محکمې دنده ده چې ورته سزا ورکړي."

د یادې رسنۍ ریس هارون نجف زاده وايي، دا پرېکړه به په دوی باندې کوم اغیز و نه کړي ځکه دوی په افغانستان کې داسې څوک نه لري چې له دوی سره کار کوي.

د اسوسیټېډ پریس په وینا نجف زاده ویلي، "مونږ په افغانستان کې څوک نه لرو او د عامو افغانانو په راپورونو باندې ولاړ یو."

هغه وړاندې وویل،

"دا ډېره سخته ده خو مونږ یې په کلکه ریښتینوالی معلومو. دا ازادې رسنۍ او نورو رسنیو ته یو ګواښ دی. د دې لپاره چې پر مونږ فشار راوړي چې خپل مسلکي معیارونه پرېږدو. دا به کار و نه کړي."

د بیان د ازادۍ ډلو په طالبانو باندې غږ کړی چې په افغانستان انټرنېشنل لګولی بندیز دې بېرته لېرې کړي.‌

د بي بي سي میډیا اکشن لخوا په ډیسمبر کې د یوې شوې سروې له مخې، افغانستان انټرنېشنل په هېواد کې تر ټولو مشهور نړیوال ټي وي چاینل دی.

د خبریالانو د ژغورنې د کمېټې یا کامیټي ټو پروټېکټ جورنالسیټس د اسیا د پروګرام مشرې بې لې یې په یو بیان کې ویلي،

"طالبان باید په سمدستي ډول له افغانستان انټرنېشنل سره په کارکونکو خبریالانو باندې بندیز لېرې کړي او افغانان پرېږدي چې له وېرې او ځپلو او دغه ډول له محدودیتونو پرته د دې مشهورې لندن مېشتې خبري رسنۍ خبرونو ته لاس رسی ولري."

هغې زیاته کړه، "طالبان باید په افغان رسنیو او بهر مېشتو افغاني رسنیو باندې د سختو سانسورونو د لګولو لپاره د رسنیو د شکایاتو کمېشن کارول ودروي."

بې پولې خبریالانو د بیان د ازادۍ له پلوه افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۷۸ هېواد راوستی.

ار ایس اېف وايي، په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې د طالبانو د بیا قبضې راهیسې د ۱۲۰۰۰ خبریالانو له دریو دوه برخې یې د خبریالانو په توګه کار پریښي دی.

دغه بندیز په ښځینه خبریالانو باندې په ځانګړي ډول سخت اغیز کړی. ار ایس اېف وايي، له لسو ښځینه خبریالانو څخه اتو یې کار پریښی دی.

افغانستان انټرنېشنل د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۴ نېټه یعنې یواځې یوه ورځ وروسته له هاغې چې کابل د طآلبانو واک ته پریوته خپرونې پیل کړي.

طالبانو ګڼې سیمیزۍ رسنۍ تړلي او په نړیوالو رسنیو یې بندیز لګولی چې په هغو کې امریکا غږ او ازادي راډیو هم شامل دي.

د دې راپور ځینې برخې له اسوسیېټېډ پریس او امریکا غږ اشنا پاڼې څخه اخېستل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG