واشنګټن – په هندي کشمیر کې رایه ورکونکي د مې له ۱۳ څخه تر ۲۵ نېټې پورې انتخاباتو ته ځي او د هند په پارلمان کې خپل استازي ټاکي.
د سیمې مطبوعاتي راپورونه ادعا کوي چې ۱.۷ میلیونه رایه ورکونکي به د سرېنګر په انتخاباتي حوزه کې د ۲۴ کاندیدانو ترمنځ رایه ورکوي.
دا د هند د عمومي انتخاباتو برخه ده کوم چې د اپرېل په وروستیو کې پیل شوي او تر جون میاشتې پورې به روان وي.
په دغو انتخاباتو کې د هند وزیر اعظم نریندرا مودي خپلې دریمې دورې ته ولاړ دی.
دغه انتخابات وروسته له هاغې ترسره کېږي چې د مودي حکومت پنځه کاله مخکې له هندي کشمیر څخه چې مسلمانان پکې اکثریت لري نیمه خپلواک حیثیت واخېست.
کشمیر په ۲۰۱۹ کال کې چې خپل ځانګړی حیثیت یې له لاسه ورکړ نو په دوو سیمو باندې وویشل شو چې یوه یې جمو او کشمیر او بله لداخ سیمه ده.
دواړه سیمې د مرکزي حکومت لخوا اداره کېږي او خپلې مقننه قوې نه لري.
د مودي بهارتیا جناتا پارټي په هندي کشمیر کې سیالي نه کوي.
خبري راپورونه وايي، له دې څرګندېږي چې د ۲۰۱۹ کال د اقدام پر سر ناخوښي اوس هم روانه ده او داسې انګېرل کېدله چې د بي جې بي کاندیدانو ښايي هلته بایللې وای.
اوسېدونکي وايي، د هند عمومي انتخابات د کشمیر د خلکو لپاره مهم دي.
دوی په دې باور دي چې د مودي حکومت د دغې سیمې هغه حقونه ولوټل چې د هند د اساسي قانون لاندې یې ضمانت شوی وو.
د فیاض احمد مالک په نامه د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل،
"زمونږ د دې ځای خلکو ته څه پاتې دي؟ زمونږ خاوره نورو ته ورکړل شوه، کارونه هم هغوی ته ورکړل شول، زمونږ برېښنا یا بجلي هم د هند نورو ایالتونو ته ځي او هر چېرې چې تاسو ګورئ نو لوړ پوړي چارواکي د جمو او کشمیر له سیمې څخه نه دي."
هغه وویل، "ما په ټول ژوند کې مخکې رایه نه ده ورکړې خو زه نن فکر کوم چې دا مهم دي ځکه مونږ ځورېږو. مودي او ګوند یې غواړي چې مونږ له منځه یوسي خو مونږ یې باید مخه ونیسو."
مودي وروسته له هاغې چې کشمیر خپل ځانګړی حیثیت له لاسه ورکړی د لومړي ځل لپاره په مارچ کې له هندي کشمیر څخه لیدنه وکړه.
د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې هغه خلکو ته په وینا کې وویل، چې په ۲۰۱۹ کال کې د هغه د حکومت لخوا د شوي اقدام وروسته په کشمیر کې لوی بدلونونه راغلي."
سیاسي څېړونکي مزمل مقبول امریکا غږ ته وویل، چې تمه ده په کشمیر کې به د ریکارډ په کچه خلک رایه واچوي.
هغه وویل، د ۲۰۱۹ کال راهیسې په سیمه کې حالات بدل شوي دي.
مقبول زیاته کړه، "د هند حکومت هر کله غوښتل چې دلته د رایه ورکونکو شمېر زیات کړي ځکه د کلونو او لسیزو راهیسې په کشمیر کې لوی بایکاټ کېده."
هغه دا هم وویل، چې "د هند حکومت، سیاسي ادارو او نورو هر کله غوښتل چې کشمیریان رایه ورکړي بې له دې چې څوک پکې کامیابېږي او د هند حکومت په دې کې بریالی شوی."
مقبول په دې باور دی چې خلک غواړي خپله رایه وکاروي او په ښکاره د خپلو کاندیانو ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه، ځوان کشمیریان، هغه چې په لومړي ځل رایه ورکوي، له مرکزي، جنوبي او شمالي کشمیر څخه ډېر لیواله دي چې په ډیموکراسۍ کې د رایه ورکولو زور وښيي.
د سرینګر یو اوسېدونکی غلام محمد خان وايي، دی تمه لري چې یو ځواکمن کاندید به په ښکاره مودي او نور هندي رهبران چلېنج کړي.
خان وویل، "په تېرو وختونو کې هېڅ کشمیري سیاستوال چې د هند ملاتړ یې کاوه داسې مېړانه نه ده ښودلې. دوی د دې پر ځای د نوي ډیلي له ګټو سره ځانونه برابر کړي وو."
خان زیاته کړه، "زه د یو داسې رهبر هیله لرم چې د هند رهبران د هغه غږ ته ناڅا وکړي."
د پروفیسر نور بابا په نامه یو بل سیاسي څېړونکي امریکا غږ ته وویل، چې په کشمیر کې به سیالي په اصل کې د دوو سیمیزو سیاسي ډلو نشنل کانفرانس او پیپلز ډیموکراټیک پارټي ترمنځ وي.
بابا وویل، د مودي واکمن ګوند په کشمیر کې د سیالۍ نه کولو هود کړی په داسې حال کې چې په سیمه کې یې د سیاسي حالاتو په بدلون کې لویه پانګونه کړې.
خو د هند اصلي اپوزېشن ګوند انډین نشنل کانګرس بیا د نشنل کانفرانس ډلې ملاتړ کوي.
دی زیاتوي، "په سرینګر کې د نشنل کانفرانس کاندید د خپلو ووټرانو ملاتړ لري خو د پیپلز ډیموکراټېک پارټي کاندید هم همدردي لري ځکه دوی د ۲۰۱۹ د سیاستونو قرباني ګڼل کېږي."
د نشنل کانفرانس ایالتي مشر ناصر اسلم واني او په سرینګر کې د نشنل کانفرانس د کاندید اقا سید روح الله مهدي نه د نظر اخېستلو هڅه وشوه خو د هغوی ټیلفونونه بند وو.
نشل کانګرس ګوند یوه برتري لري چې اوږد تاریخي شتون او ځواکمن ټولنیز بنسټ لري.
جمو او کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۴۷ کال کې د ازادۍ د ترلاسه کېدو راهیسې یوه لانجمنه سیمه پاتې شوې.
د کشمیر په سر د هند او پاکستان ترمنځ دوه جګړې هم شوې دي. دواړه هېوادونه د کشمیر ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې لري.
Forum