لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان لوري ته کشمیر کې د اقتصادي شخړې له امله له تاوتریخوالي ډک پراخ احتجاجونه شوي


په کشمیر کې د تازه احتجاجونو دا انځور له نیویارک ټایمز ورځپاڼې څخه اخېستل شوی
په کشمیر کې د تازه احتجاجونو دا انځور له نیویارک ټایمز ورځپاڼې څخه اخېستل شوی

واشنګټن- د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د برېښنا د بېلونو او د وړو د بیو د زیاتوالي پرخلاف پراخ لاریونونه شوي.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د دغو پراخېدونکو لاریونو د مهار لپاره چې تر اوسه پکې یو پولیس مړ شوی او ۹۰ نور ژوبل شوي دي، وزیر اعظم شهباز شریف د ګل یا دوشنبې په ورځ په پلازمېنې اسلام اباد کې بیړنۍ غونډه رابللې.

لاریون کونکو غوښتل چې دا اونۍ په سرښار مظفر اباد کې لاریون وکړي، چارواکو په اکثرو برخو کې انټرنېټ بند کړی او په ښار کې یې ښونځي یا سکلونه تړلي دي.

په سیمه کې د ازاد جمو او کشمیر د پوهنتون یو استاذ مبشر نقوي ویلي، "ما تر اوسه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې دومره لوی پاڅون نه و لیدلی."

هغه زیاته کړه، "دا احتجاج ځانګړی دی ځکه په دې کې هر ډول خلک سره یوځای شوي او د بنیادي اړتیاو غوښتنه کوي."

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له برتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راهیسې په کشمیر باندې لانجه لري.

اوسنۍ نارامۍ د پاکستان پوځ ته هم یو لوی چېلنېج جوړ کړی چې په سیمه کې لوی شتون لري. دغه ډول په اسلام اباد کې یې ملکي مشر تابه هم له ننګونو سره مخ کړې.

پاکستان کشمیر ته د لانجمنې سیمې په سترګه ګوري چې حیثیت یې باید د ملګروملتونو لخوا په یو ترسره شوي ریفرنډم کې حل شي او خلک پرېکړه وکړي چې ایا له پاکستان او که له هند سره یوځای کېدل غواړي.

خو په پاکستان باندې له دې امله نیوکې کیږي چې په سیمه کې د یو شمېر هغو غورځنګونو ملاتړ کوي چې بشپړه خپلواکي غواړي.

خو په اوسنیو روانو لاریونونو کې د خپلواکۍ په اړه څه نه لیدل کېږي. د سیمې خلک وايي، چې دغه احتجاجونه د دوی نارضایتي څرګندوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG