لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د څېړونکو خبرداری: که د اسرایل-حزب الله جګړه تېزه شي نو دواړو ته به یې قیمت ګران شي


عکس د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۲۴مه - لبنان کې د اسرایل د بمباریو یو منظر
عکس د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۲۴مه - لبنان کې د اسرایل د بمباریو یو منظر

د اسرایل او په لبنان کې د ایران حمایت لاندې حزب الله ملېشه ډلې ترمنځ په سرحدي ګوله باریو کې د وروستۍ اضافې باوجود، څېړونکي وایي چې دغه دوه دښمنان ښایي ونغواړي چې خپلو کې جګړه تېزه کړي، ځکه پوهېږي چې دواړه اړخو ته به عظیم تاوان ورسېږي، هم د پوځي اړخه او هم د اقتصادي اړخه.

د اسرایل-لبنان سرحد دواړو غاړو ته په لسهاوو زره خلک د هغو حملو له امله د خپلو کورونو نه بېځایه شوي دي چې د اکټوبر په ۸مه د اسرایل او حزب الله ترمنځ تېزې شوې. حزب الله ډله، چې د ایران د "مزاحمت محور" یوه برخه ګڼلی کیږي، په داسې حال کې د اسرایل په شمالي سرحد باندې فشار اچولی دی چې اسرایلي عسکر په جنوب کې له حماس سره جګړې کې بوخت دي.

په واشنګټن کې د نیولائنز انسټیټیوټ څېړونکي نیکلاس هېراس وي او اې ته وویل چې که څه هم اسرایل او حزب الله په دې وروستیو هفتو کې یو په بل حملې زیاتې کړې دي، خو حدود یې تر اوسه ساتلی شوي. د هغه وینا ده چې حزب الله د لبنان د پوځ په نسبت، بهتره او ډېر پوځي سامان لري.

هېراس د وي او اې سره په خبرو کې زیاته کړه: "د اسرایل، حزب الله او ایران ترمنځ د شخړو د د کم او زیاتېدو له کبله عوام د سرحد دواړو غاړو ته اغېزمن شوي دي. د سرحد دواړو خواوو ته داسې احساس پیدا شوی چې کوم کار نیمګړی پاته دی. داسې ګڼل کیږي چې د موجوده ماحول په نتیجه کې کوم غټ شی کېدونکی دی. دواړه اړخونه د دې کار له تمامولو، سخته ډډه کوي، ځکه له زیاتو عواملو له له کبله به داسې یوه جګړه وي چې ډېرې نورې نتیجې به له ځانه سره ولري."

لبنان داسې یو ملک دی چې حالات یې نازک دي. ناوړه اقتصادي بحران له ۲۰۱۹ کال راهېسي د بحیره روم په غاړه پروت دغه وړوکی ملک پخپلو منګلو کې راوستی، او د دې ترڅنګ، څه باندې یو میلین کډوال د شام نه هم هلته مهاجر شوي چې په لبنان یې بوج سېوا کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړېوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په لبنان کې څه باندې یو لک او اته پنځوس زره (۱۵۸۰۰۰) جنګ ځپلو کسانو ته امداد رسولی دی، مګر خبرداری ورکوي چې که حالات تر دې هم خرابه شي، نو ډبلیو اېف پي نوره مرسته هلته رسولی نشي.

د لبنان چارواکي وایي چې د سرحد له ها غاړې د ګوله بارو او حملو په نیتجه کې تر اوسه لبنان ته یو نیم بلین ډالر نقصان رسېدلی دی.

د اسرایل دفاع وزیر یوواف ګېلنټ خبرداری ورکړی چې د هغه ملک د شمالي سیمو څخه د تښتېدلو اسرایلیانو بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو دپاره، په کار ده چې یا یوه سفارتکاري لوظنامه وشي او یا هم پوځي حل لاره پیدا کړی شي.

د لبنان چارواکي وایي چې د اکټوبر له ۸مې نېټې راهېسي، د اسرایل لخوا بمباریو کې په لبنان کې د درېم سوه (۳۵۰) نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وایي چې په ورته وخت کې د تندلارو په حملو کې د اسرایل شاوخوا څوارلس (۱۴) عسکر او لس (۱۰) عام شهریان وژل شوي دي.

لبنانۍ څېړونکې دانیا کولیلات خطیب، چې په بېروت کې د همکاریو او امن قایمولو د مطالعاتو مرکز مشره ده، وي او اې ته وویل چې امریکا او فرانس د سفارتکاري طریقې د حل دپاره کوششونه کړي او حزب الله ډله یې هڅولې چې له سرحده په شا شي او لا زیات بین الاقوامي څارواکي په سرحد وګومارل شي. مګر حزب الله ډلې تر اوسه دا نده منلې.

مېرمن خطیب زیاته کړه: "اسرایل د یو قوي ضمانت غوښتنه کوي. هغوی ته دا خطره منل ګرانه ده چې یو ځل بیا د اکټوبر اوومې نېټې غوندې واقعه تکرار شي. حزب الله باندې لارې تړلی شوي. هغوی جنګ نه غواړي. خو که هغوی باندې لارې بندې شي، نو بیا به جنګ وکړي. نو همدا وجه ده چې دا د سفارتکارۍ وخت دی. داسې یو منځګړی باید پیدا کړی شي چې دواړو اړخونو ته ضمانت ورکړي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG