د امریکا صدر جو بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ د چین نه امریکا ته درامد کېدونکو ځینو پیداوارو باندې چې الکټریک ګاډي، د کمپیوټر چېپونه او طبي پیداوار په کې شامل دي، تعرفې جګې کړلې.
وایټ هاوس د یو بیان په جاري کولو سره وویل چې بایډن هغه تعرفې چې پخواني صدر ډونالډ ټرمپ لګولې وې، هغه هم محفوظه ساتي او ترڅنګ به یې نورې تعرفې هم سېوا کړي.
د وایټ هاوس په بیان کې دا ایمأ شوې چې "د چین د غیرمنصفانه تګلارې" له امله د امریکا په اقتصادي امنیت باندې "ناقابل قبولې خطرې" مخې ته راځي.
د سرکاري شمېرو ترمخه، امریکا په کال ۲۰۲۳ کې د ۴۲۷ بلینه ډالرو په پیمانې د چین نه درامدات لرلي او په هماغه کال کې چین ته د امریکا د برامداتو ارزښت ۱۴۸ بلینه ډالرو ته رسېدو.
د وایټ هاوس اقتصادي صلاحکار لایل برېنارډ خبریالانو ته وویل: "چین پخپل زیاتېدونکي قابلیت او په ارزانه بیعه نړېوالو بازارونو ته په عظیمه پیمانه د خپلو پیداوارو په لېږلو سره، د خپلې مخکېنۍ تګلارې مطابق، د نورو د نقصان په بیعه خپل مفاد ترلاسه کوي."
د امریکا تجارتي استازې کېتهرین ټای د نوو تعرفو لګول "جائز" وبلل او ویې ویل چې چین همېش د امریکا انټېلېکچوال ملکیت غلا کړی او د ټېکنالوجۍ امریکایي کمپنیو باندې یې ساېبري حملې کړې دي.
د چین نه په درامداتو باندې دغه نوې تعرفې په داسې وخت کې لګول کیږي چې د امریکا صدارتي انتخاباتو ته صرف څو میاشتې نور وخت پاته دی. بایډن هڅه کړې ده امریکایي ووټران متقاعده کړي چې د هغه اقتصادي سیاستونه اثرناک دي.
څېړونکو خبرداری ورکړی چې په چین باندې د تعرفو سېوا کول به د الېکټریک ګاډو (په بجلۍ چلېدونکو ګاډو) بیعې لوړې کړي او د موسمي بدلون د مخنیوي په برخه کې به د بایډن اهدافو ته نقصان ورسوي.
بایډن ویلي چې غواړي د چین سره په زغل کې کامیابه شي، مګر نغواړي چې د دوو ملکونو ترمنځ تجارتي جګړه رامنځته شي. هغه په دې وروستیو میاشتو کې د چین له صدر شي جن پنګ سره په رابطو کې کوشش کړی چې د واشنګټن او بجېنګ ترمنځ کشیدګۍ راکمې کړي.
چین ویلي چې د امریکا لخوا د هغه ملک په پیداوارو باندې تعرفې لګول به څه ګټه ونکړي او ښایي د کشیدګیو د سېوا کېدو خطره پېښه کړي.
Forum