لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن په چینايي برېښنايي موټرو باندې ټکسونه څلور چنده زیات کړل


واشنګټن – ولسمشر جو بایډن د خپلو کورنیو تولیداتو د ژوندي ساتلو لپاره د نهې یا سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دی په چینايي برېښنايي (برقي) موټرو،‌ د کمپیوټر په چېپونو، لمریزو وسایلو او لیتیم بټریو باندې ټکسونه لوړوي.

بایډن وویل، "مونږ به چین پرې نه ږدو چې زمونږ په مارکېټ باندې د سېلاب په څېر راشي او په امریکا کې موټر جوړونکو ته نا ممکنه کړي چې په سمه توګه سیالي وکړي."

هغه زیاته کړه، "زه به یې د نړیوالو سوداګریزو قوانینو په پلي کولو باندې وکړم."

په چینايي برېښنايي موټرو باندې چې EVs ورته ویل کېږي ټکسونه به څلور چنده زیات شي او سلو فیصدو ته به ورسېږي.

له چین څخه په وارد کېدونکو لمریزو وسایلو (سولر سېل) او سیمي کانډکټرو باندې به ۵۰ فیصده ټکس ولګول شي چې د اوسنۍ اندازې دوه چنده ده.

دغه ډول د اوسپنې او فولادو په وارداتو به ټکسونه ۲۵ فیصدو ته لوړ شي چې د اوسنۍ اندازې درې چنده ده.

د ټکسونو دغه زیاتوالی به د چین د ۱۸ بیلینو ډالرو په تولیداتو ولګېږي.

همدارنګه په برېښنايي موټرو، اوسپنې، فولادو او لمریزو بټریو به دغه نوي ټکسونه سږ کال لګول کېږي او د کمپیوټر په چېپونو به په راتلونکي کال کې عملي شي.

د امریکا د سوداګرۍ استازې کټرین تای وویل، چې ادارې پېکنګ ته د دغو نویو ټکسونو په اړه خبر ورکړی.

هغې وویل، "مونږ دا واضحه کړې چې دا د اړیکو د خرابوالي لپاره نه دي."

او زیاته یې کړه، "دا د لسیزو راهیسې د روان اقتصادي سیاست پایلې دي او د امریکا د هغې اړتیا لپاره دي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي."

د ملي‌ اقتصاد سلاکار لیل برېنارډ د ګل یا دوشنبې په ورځ له دغه اعلان څخه دمخه خبریالانو ته وویل،

دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د چین د نامناسب چلند توله برابره شي او په ورته وخت کې د امریکا موټر جوړونکو ته د یوې مرستې یا سب سایډې په توګه کار وکړي.

چین د امریکا د دغه اعلان په غبرګون کې د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې دا ګام به "د دوه اړخیزه تجارت فضا باندې سخت تاثیر وکړي."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بین د نهې یا شې شنبې په ورځ په پېکنګ کې خبریالانو ته وویل،‌

"د امریکا دا کار له زور ازمایلو یا بولیینګ پرته بل څه نه دي."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG