د افغانستان اؤ په پاکستان په ګډه پوله دې وروستیو کې د رامنځته شوي تاو تریخوالي په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي، پاکستان په پوله د رامنځته شوؤ حالاتو په اړه افغان چارواکي د خپلو اندېښنو نه خبر کړي دي.
تېره اوونۍ په مطبوعاتو کې داسې ناتاییده رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې د پاکستان ډرون الوتکو د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو ځالې په نخښه کړي اؤ د ټي ټي پي وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغې پېښې راپدیخوا له افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پاکستان په پوځیانو مرګونو بریدونو کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ اؤ هم د پاکستان د کورمې ضلعې اؤ د افغانستان په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ ډزو کې د مرګ ژوبلې اطلاعات هم مخې ته راغلي وؤ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوځ د پریس بریفنګ په مهال ویلي پاکستان د افغانستان د خودمختارۍ ملاتړی دی اؤ تل یې ورسره ښې اړیکې غوښتي دي.
د یوې پوښتنې ځواب کې ویاندې ویلي چې د پولې د وضعیت په اړه پاکستان د خپلو اندېښنو نه افغان چارواکي خبري کړي دي.
د یوې پوښتنې ځواب کې ویاندې ویلي دي چې پاکستان د خپل امنیت مخې ته د راولاړې هرې سیمه ییزې خطرې مقابلې ته چمتو دی.
ایران سره د پاکستان د اړیکو په اړوند ویاندې ویلي چې پاکستان ایران سره پیاوړې د ورورولۍ اړیکې لري اؤ پاکستان ته د ایران د صدر په وروستي سر کې دواړو هیوادونو په یو شمیر تړونونو لاسلیکونه کړي دي.
ویاندې د ایران د چاه بهار بندر هند ته په ټېکه د ورکولو په اړوند پوښتنې ته ځواب کې ویلي مونږ د هند اؤ ایران تر منځ په هیڅ معامله غبرګون نه ښایو ځکه چې دا د دواړو هیوادونو کورنۍ معامله ده.
هغې د هندي چارواکو لخوا د پاکستان په اړوند وروستیو بیانونو ته خپل غبرګون کې وویل پاکستان د هندي چارواکو لخوا لګول شوي بې اساسه تورونه په کلکه ردوي اؤ دا چې پاکستان د خپل امنیت اؤ د هر رقم سیمه ییزې خطرې مقابلې ته په بشپړ ډول چمتو دی.
Forum