لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانسې پولیسو هغه سړی وژلی چې هڅه یې کوله د یهودو عبادت ځای (سېنګاګ) ته اور واچوي


واشنګټن - د فرانسې پولیسو د جمعې په ورځ هغه وسلوالو سړی وژلی چاچې کوښښ کاوه په شمالي ښار روین کې د یهودانو یو عبادت ځای یا سېنګاک ته اور واچوي.

د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ ډرمانېن په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي، "ملي پولیسو په روین کې نن سهار وختي یو وسلوال کس وژلی چاچې په ښکاره غوښتل چې د ښار سینګاک ته اور پورې کړي."

د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې پولیسو "سېنګاک ته څېرمه د اور" راپورونو ته سهار ۶:۴۵ غبرګون ښودلی.

د فرانسې خبري ادارې ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، له سړي سره" چاړه وه او د اوسپنې یوه ډنډه. هغه پولیسو ته ځآن نېږدې کړ او ګوزار یې وکړ چې بیا ووژل شو."

د روین ښاروال نیکولس مېیر روسینګنول په اېکس لیکلي، "دا یواځې یهودي‌ ټولنه نه ده چې اغېزمنه شوې. دا د روین ټول ښار دی چې ژوبل دی او په شاک کې دی."

هغه ویلي، چې په دې پېښه کې له برید کونکي پرته نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د روین څارنوالانو ویلي،‌ چې دوه جلا پلټنې پیل شوي چې یوه په سېنګاک کې د اور په اړه او بله د پولیسو لخوا د وژل شوي کس په اړه.

د فرانسې د پولیسو د جنرال انسپېکټر لخوا دا ډول پلټنې هر کله وروسته له هاغې کېږي کله چې د پولیسو لخوا یو کس ووژل شی.

د روین څارنوال ویلي، سړي لومړی پولیسو ته په چاړې ګواښ کړی او وروسته یې خپله وسله کارولې.

پولیسو ویلي، چې د وژل شوي کس پېژندګو دمګړۍ نه ده شوې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG