د ايران د صدر ابراهيم رېيسي د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې د مړينې وروسته به اوس په ملک کې په اييني توګه د اقتدار د انتقال عمل پيل کيږي.
د ايران د اساسي قانون يا ايين د 131 مادې ترمخه، که صدر مړ شي، نو د ايران د سپريم مشر په منظورۍ سره اول نايب صدر، د صدر څوکۍ سبمالوي.
په ايران کې د منتخب صدر نه علاوه د يو نه زيات نايب صدران هم ټاکل کيږي.
دا وخت د ايران اول نايب صدر 69 کلن محمد مخبر دی، څوک چې به د هيلي کاپټر نسکورېدو د پېښې وروسته د صدارت څوکۍ سمبالوي.
د صدر د مړينې وروسته د نوي صدر د انتخاب دپاره درې کسيزه شورا جوړول کيږي، اول نايب صدر، د پارلیمنټ سپيکر او د عدليې مشر په دې شورا کې شامل وي، دا شورا په 50 ورځو کې دننه انتخابات راجوړوي.
په ايران کې په عامو حالاتو کې هر څلور کاله وروسته د صدر دپاره انتخابات کيږي.
ابراهيم رېيسي د 2021م په انتخاباتو کې صدر منتخب شوی وو او د صدر د څوکۍ دپاره راتلونکي انتخابات په 2025م کې کېدل وو.
په ايران کې د صدر انتخاب نېغ په نېغه د ولس په رای سره کولی شي خو د صدارتي امېدوارانو منظوري د ایران واکمنه نګهبان شورا ورکوي.
په ايران کې د 18 کالو د عمر کسان ووټ يا رای ورکولی شي. له دې وړاندې په کال 2007م کې په ايران کې د ووټ ورکولو عمر 15 کاله وو، او دا په نړۍ کې د رای ورکولو دپاره تر ټولو کم عمر ګرځول کېدو.
د صدر رېيسي هيلي کاپټر د اتوار په ورځ د پېښې ښکار شوی کله چې هغه د ازربايجان او ايران په پوله پرته علاقه کې د ډېم د يوې شريکې پروژې د پرانستې د دستورې نه بيرته ستنېدو.
له هغه سره په هيلي کاپټر کې د بهرنيو چارو وزیر حسېن امير عبداللهيان، د ايران د شرقي صوبې ازربايجان ګورنر، د صدر امنیتي ساتونکي او نور چارواکي هم سپاره وو.
د صدر هيلي کاپټر د ايران په شرقي صوبه ازربايجان کې غورځېدلی او نن سهار هيلي کاپټر موندل شوی او سپاره کسان پکې مړه شوي دي.
د ايران د صدر دپاره شرطونه
د ايران د ايين د 114 مادې لاندې صدر به يو مذهبي او سیاسي تن او د ايران وګړی وي. د دې نه علاوه صدر به امانتدار او د مذهبي احکاماتو پابند او د ايران د سرکاري مذهب (اسلام) منونکی وي.
په ايين کې د دې بنيادي شرطونو نه علاوه د الېکشن په قوانينو کې هم د صدر د امېدوار دپاره ځينې شرطونه اېښودل شوي او هغه نګهبان شورا وړاندې کوي.
په صدارتي انتخاباتو کې د برخې اخستونکي تن دپاره د مذهبي علومو سره د شيعه عقيدې مناسبه علم لرل هم ضروري دي.
د صدارتي امېدوار دپاره بل شرط، په رياستي ادارو کې د کار کولو لږ تر لږه څلور کاله تجربه، او چې د 20 لکه نه زياتې ابادۍ د ښار ګورنر يا وزير په څوکۍ پاتې شوی وي.
د دې نه علاوه په پوځ کې د مېجر جنرل په څوکۍ او د دې نه په اوچته څوکۍ پاتې شوی افسر چې کوم مجرمانه ريکارډ نه لري هغه هم په صدارتي انتخاباتو کې د رجسټرېشن اجازه لري.
د قاعدې ترمخه په انتخاباتو کې برخه اخستونکی تن اول د کورنيو چارو په وزارت کې خپل رجسټرېشن کوي او بيا یې حتمي اعلان نګهبان شورا کوي.
په انتخاباتو کې د برخې اخستو دپاره د ماسټرز ډګري هم لازمي ګرځول شوې ده، او په 2021م کې د صدارتي انتخاباتو دپاره د امېدوار عمر د 40 نه تر 70 کالو پورې ټاکل شوی وو.
( د دې خبر معلومات د رويټرز نه اخستل شوي)
Forum