د پاکستان مرستیال وزیراعظم ښاغلی اسحاق ډار په کرغزستان کې په پاکستاني زده کوونکو د تشدد د رامنځته شوؤ پېښو وروسته کرغزستان ته رسېدلی اؤ ددغه هیواده د بهرنیو چارو د وزیر کلوبایف ژین بیک مولدوکانووچ سره یې لیدنه کړې ده.
د پاکستان د خارجه دفتر د بیان له مې دې لیدنه کې د پاکستانیانو په ګډون په بهرنیو وګړو کرغزستان کې د تشدد د شوؤ افسوسناکو پېښو په اړه خیالات تبادله شوي دي.
بیان کې ویل شوي، ښاغلي اسحاق ډار هیله څرکنده کړه چې د پاکستانیانو خلاف د تشدد وروستیو پېښو کې د ککړو کسانو به کلکه محاسبه وکړل شي.
هغه د کرغز حکومت له لوري د بدامنۍ په مهال د حالاتو عادي کولو اؤ د پاکستاني زده کوونکو د ښېګړې باوري کولو لپاره په اخستل شوؤ ګامونو د کرغزستان د حکومت مننه هم کړې ده
بیان وایي چې د کرغستان خارجه وزیر په دې لیدنه کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ خارجه وزیر اسحاق ډار د خپل حکومت له لوري د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی اؤ باور یې ورته کړی چې د تشدد دې پېښو کې ککړ کسان به نیولی اؤ په ضد به یې مقدمې چلولی شي.
په دې سفر کې ښاغلي اسحاق ډار په کرغستان کې د موجودو پاکستاني زده کوونکو د یوې ډلې سره هم لیدنه کړې ده اؤ د هغوي ګېلې مانې یې اورېدلي دي.
مرستیال وزیراعظم پاکستاني زده کوونکو ته د حکومت له لوري د هر رقم مرستې باور ورکړی دی.
په 13م مئ کرغزستان کې سیمه ییزه هجوم د پاکستانیانو اؤ ځېنو نورو بهرنیو زده کوونکو په هاسټل حمله کړې وه اؤ په ګڼو طالبعلمانو یې تشدد کړی ؤ چې په دغه پېښه کې یو شمیر پاکستاني زده کوونکي ژوبل شوي وؤ.
تر دې پېښې وروسته د پاکستان حکومت د کرغزستان نه د خپلو زده کوونکو د راویستلو لړۍ پېل کړې ده اؤ تېره ورځ هم په یوه الوتکه کې 290 زده کوونکي د کرغزستان څخه پېښور ته رارسېدلي دي.
په کرغزستان کې د تشدد د پېښو وروسته د پاکستاني زده کوونکو د واپسۍ لړۍ روانه ده، مرکزي او صوبايي حکومتونه وايي واپس راتلونکو زده کوونکو ته وړيا اسانتياوي ورکوي، خو د زدکوونکو کورنۍ وايي بچي یې اوس هم د بېلا بيلو ستونزو سره مخ دي او د هغوي د واپسۍ د پاره يې په مشکله د ټکټ پېسې ليږلي دي.
د مردان سردار اصف ډیوه ته ویلي ، وخت په وخت د ټېليفون د لارې په کرغزستان کې خپلو بچو سره رابطه کوي د هغه زوی او لور په بشکيک کې د طب زدکړې کوي.
هغه ویلي د بچو په محفوظه توګه را ويستلو د پاره يې د ټکټ پېسې قرض راخستي، او دغسې د هغوي په تعليم يې تراوسه د 70 لکو روپو نه زياته خرچه راغلې ده.
چارواکي وايي، تراوسه پورې د خېبر پښتونخوا حکومت سره د 600 نه زياتو زده کوونکوخپل نومونه د واپسۍ د پاره رجسټرډ کړي دي.
د اتوار په ورځ د پاکستان د خارجه چارو وزارت ميډيا ته ويلي وو په مجموعي توګه 11000 زده کوونکي چې زياتره یې د طب د څانګې زدکونکي دي په کرغزستان کې موجود دي.
په دغو زدکوونکو کې د يوې اندازې ترمخه د 1000 نه زيات زده کوونکي د خېبر پښتونخوا دي.
Forum