واشنګټن – د هند د وزیر اعظم نریندرا مودي لخوا د مسلمانانو ضد خبرو باندې په دغه هېواد کې د تېرې میاشتې د پارلماني ټاکنو راهیسې لانجې راپورته شوي.
خو دا یواځې مودي نه دی چې د مسلمانانو پرضد د جنجالي ویناګانو له امله یادېږي بلکه د هغه د واکمن بهارتیا جناتا پارټي (بي جې پي) لوړ پوړو غړو هم هغه ته ورته خبرې په داسې حال کې کړي چې غواړي دریم ځل واک ترلاسه کړي.
د اپرېل له ۱۹ راهیسې چې ټاکنې پیل شوي په څلورو اونیو کې د هندوتوا په نامه یوې امریکا مېشتې څارګرې ډلې د سلګونو هغو ټاکنیزو کمپاینونو په اړه اسناد راټول کړي په کومو کې چې د بي جې پي "وتلو کمپاینرانو" او کاندیدانو د مسلمانانو پرضد ویناګانې کړي.
د هندوتوا د څار ډلې بنسټ اېښودونکي رقیب حمید نایک ویلي، چې د مودي سربېره د هغه د ګوند وتلي کمپاینران چې په هغو کې د کورنیو چارو وزیر امېت شا، د دفاع وزیر رجنت سېنګ، د بې جی پي مشر جګت پراکاش نادا او د ګڼو لویو ایالتونو اعلی وزیرانو دغه ډول ویناګانې کړي.
نایک له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي، "دوی هغه کسان دي چې د ټول بهیر په منځ کې دي."
د نړۍ تر ټولو ستر انتخابات
د هند د شپږو اونیو اوږده انتخابات په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو لوی انتخابات ګڼل کېږي په کومو کې چې بي جې پي د مخالفینو د یو ایتلاف پرضد سیالي کوي.
رایه ورکول به د جون تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري او پایلې به د جون په څلورمه نېټه اعلان شي.
مودي هغه وخت د اپرېل په ۲۱ نېټه اور بل کړ کله چې هغه خپلو ملاتړو ته خبرداری ورکړ چې که د هند نشنل کانګرس مخالف ګوند واک ته راشي نو دوی به بیا د هند پانګه د (نفوذ کونکو) او "هغو ترمنځ چې ډېر ماشومان لري" وویشي.
د انفېلټرېټرز (نفوذ کونکو) اصطلاح یو وخت د بنګال کډوالو ته کارول کېده چې ځینې وخت د ښي اړخي هندو نشنلستانو لخوا د هند ټولو ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو ته کارول کېږي چې دوی هم بهرني بولي.
مسلمانانو ته ځینې وخت په بې بنسټه توګه "زیات ماشوم زېږونکي" هم وايي چې ورسره د هغوی په اړه وېره خپره کړي.
همدې معنی ته په کتلو سره د مودي تبصرې د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو د ډلو لخوا غندل شوي.
خو له هغې راوروسته اونیو کې دغه خبرې د بي جې پي د سیاستوالو لخوا هم راپورته شوي.
نایک چې یو جلاوطنی کشمیری خبریال دی په ۲۰۲۱ کال کې د هندوتوا په نامه د څار ډله جوړه کړې.
له هغې راوروسته کلونو کې د کرکې د بیانونو او د کرکې د جرمونو په اړه د اسنادو د راټولولو له امله یوه منلې ډله ګرځېدلې چې کارونه یې د اصلي خبري رسنیو لخوا خپرېږي.
که څه هم د هندوتوا د نېږدې ۳۰۰۰ کرکې بیانونو او د کرکې جرمونو اسناد راټول کړي، نایک وايي، چې سږ کال د ټاکنو پورې تړلي پېښې بې ساري دي.
نایک وویل، "ما هیڅکله داسې زهرجن او کرکجن انتخاباتي کمپاینونه په دې کچه نه دي لیدلي چې اقلیتي مسلمانان پکې په نخښه شوي وي"
په نوي ډلي کې د بي جې پي ویاندویان او په واشنګټن کې د هند سفارت په دې اړه د بیا بیا برېښنا لیکونو ځواب نه دی ویلی.
امریکا غږ همدارنګه دلته په امریکا کې د بي جې پي لپاره لابي کونکې ډلې سره هم اړیکه نیولې.
مودي تېره اونۍ هڅه وکړه چې د خپلې جنجالي وینا سپیناوی وکړي.
هغه له یوې سیمیزې خبري رسنۍ سره خبرو کې د دې خبرې کول رد کړل چې "مسلمانان زیات ماشومان لري."
هغه نیوز۱۸ ته وویل، "زه به هندو مسلمانان یاد نه کړم. دا زما ژمنه ده."
انتقاد کونکو ته دا ژمنه خالي ښکاره شوه. هغه ورځ چې هغه د هندو مسلمانانو د کارت کارول رد کړل، مودي په ختیځ ایالت جهارخند کې خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړ چې "له جهادي فکر سره نفوذ کونکي له اپوزېشن څخه ملاتړ ترلاسه کوي او زمونږ خویندې په خطرونو کې اچوي."
له هغې راوروسته هندوتوا لږ تر لږه لس انتخاباتيغونډې لیدلي چې مودي پکې د کانګرس ګوند لخوا د ادعا شویو پلانونو په اړه خبرداری ورکړی چې غواړي د هند پانګه د مسلمانانو ترمنځ وویشي او د هندوانو هغه معبد وتړي چې د ده تر نظر لاندې جوړ شوی.
د هندوتوا د څار ډلې لخوا د مسلمانانو پرضد ټول ورکړل شوي بیانونه د کرکې تر وینا نه رسېږي چې په هند کې جرم نه ګڼل کېږي.
ځینې یې پارونکي، خطرناک او کمیونل یا اجتماعي بلل شوي.
د هندوانو لخوا د "کمیونلیزم" اصطلاح د اوږدې مودې راهیسې د هند په انتخاباي سیاست کې کارول شوې.
په هند کې چې ۱.۴ بیلیونه خلک اوسېږي، اته ستر مذهبونه دي او ۲۲ رسمي ژبې دي.
په ۱۹۸۴ کال کې کانګرس پارټي چې اوس اپوزېشن دی، ټاکنې د سېکانو پرضد کمپاین باندې راټولې کړي ځکه هغه مهال لومړۍ وزیره اندېرا ګاندي د خپل یو سېک ساتونکي لخوا وژل شوې وه.
د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي په مرکز کې د جنوبي اسیا د پروګرام مشر میلان ویشنېو وايي، د مسلمانانو پرضد خبرې د بي جې پي لخوا د رایه ورکونکو د هڅولو تګلاره ده.
هغه وايي، بي جې پي چې په ۱۹۸۰ کې جوړه شوې او د ۲۰۱۴ کال راهیسې په واک ده دوه موخې مخې ته وړي چې غریبو ته اقتصادي زمینه برابره کړي او یو هندي ریاست جوړ کړي.
وېشنېو وايي،
"زه فکر نه کوم دا وینا چې په کمپاین کې شوي په ځانګړي ډول ما حیران کړي، ځکه دا د بي جې پي هر کمپاین پورې تړلې خبرې دي."
په ۲۰۰۲ کال کې کله چې مودي د ګجرات وزیر اعلی وو نو هغه د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د لانجو پر وخت له خپلو پارونکو ویناګانو څخه ډډه نه وه کړې.
هغه زیاتوي، په ۲۰۱۹ کال انتخاباتو کې هم هغه د مسلمانانو پرضد د ویناګانو شاهد پاتې شوی.
هغه وايي، "اوسنۍ ویناوې یو څه کې بې ساري دي چې څومره غټې شوي. خو دا ډول خوځښتونه په باور سره چې نوي نه دي."
"د مینې جهاد، د ځمکې جهاد، د رایه جهاد"
د بي جې پي کاندیدان د رایه ورکونکو د هڅولو لپاره د هندو نشنلستانو د نورو شعارونو ترڅنګ د مسلمانانو پرضد د توطیو نظریې (کانسپایرسي تیوري) هم خپروي.
یوه یې د لېنډ جهاد یا د ځمکې د جهاد تیوري ده چې په مسلمانانو باندې تور پورې کوي چې په غیر قانوني مذهبي باورونو باندې د خلکو ځمکې نیسي.
بله یې لو جهاد یا د مینې جهاد تیوري ده چې وايي، مسلمان سړي له هندو ښځو سره واده کوي او بیا یې مسلمانوي او وروستی هدف یې دا دی چې هند په یو مسلمان هېواد باندې بدل کړي.
د هندوتوا د څار ډلې د دواړو تیوري ګانو په لسګونو مثالونه د کمپاین پر مهال راټول کړي.
د دې میاشتې په سر کې یوه نوې اصطلاح رامنځ ته شوه چې "ووټ جهاد" ورته وايي.
دا وروسته له هاغې راپورته شوه کله چې د اپوزېشن یو سیمیز مشر په مسلمانانو باندې غږ وکړ چې په "ووټونو" باندې دې "جهاد" وکړي چې مودي له واک څخه لېرې کړي.
وزیر اعظم په کانګرس پارټي باندې تور پورې کړی چې د بي جې پي پرضد یې "ووټ جهاد" اعلان کړی.
مودي وویل، "زه هیله لرم چې تاسو ټول په دې پوه شئ چې د جهاد معنی څه ده او د چا پرضد ترسره کېږي."
د جهاد کلیمه په انتخاباتي غونډو کې بیا بیا راپورته شوې.
د سنجې شرما په نامه یو خپلواک کاندید د مې په ۱۵ نېټه په خپلې وینا کې خپلو ملاتړو ته ګواښ وکړ چې "دا جهادي نظریې به خپرېږي" که چېرې هغوی "اوس ویښ نه شي."
شرما وویل، "ماته رایه راکړئ که تاسو غواړئ چې د غوا حلالول په بشپړه توګه بند شي."
د هندوتوا واچ لخوا په شوې ژباړه کې دا هم ویل شوي چې "ماته رایه راکړئ که تاسو غواړی چې د لو جهاد مخه ونیسئ."
Forum