لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویډن له اوکراین سره پوځي مرسته کوي چې ټولټال تر اوسه اووه بیلینه ډالرو ته رسېږي


واشنګټن – سویډن له اوکراین سره نوره پوځي مرسته کوي چې له دې سره به په تېرو دریو کالو کې له اوکراین سره د سویډن پوځي مرسته اووه بیلینه ډالرو ته ورسېږي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په خپله وینا کې د سویډن " له اوږد مهاله مرستې" څخه مننه وکړه.‌ هغه وویل،

"دا به نه یواځې مونږ ځواکمن کړي او نه یواځې اوکراین، بلکه ټوله اروپا له بالتیک څخه تر تورې بحیرې پورې."

زېلینسکي همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د نورو هوايي دفاعي سیستمونو غوښتنه وکړه.

هغه په خپلې ویډیوي وینا کې وویل،‌ اوکراین داسې یو وسلې ته اړتیا لري چې د روس لخوا د رهبري شویو هغو وسلو مقابله وکړي کومې چې روس زمونږ د انرژۍ او نورو بنسټیزو اډانو پرضد کارولې دي.

رویټرز د هغه له خولې زیاتوي، "بل کوم بدیل نشته. اوکراین سیستمونو او تکتیکونو ته اړتیا لري چې مونږ ته اجازه راکړي د خپلو مورچلو، ښارونو او زمونږ له ټولنو څخه پرې له دې بمونو دفاع وکړو."

هغه وویل، چې یواځې په اپرېل کې روس تر ۳۲۰۰ ډېر داسې بمونه اوکراین ته له میزایلو او ډرونونو پرته استولي دي.

دغه ډول د روس د بیلګراډ سیمې والي د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د اوکراین د ویشتل شویو ډرونونو په ټوټو باندې دوه ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د روس ددفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو په یادې سیمه باندې درې ډرونه او شپږ میزایل ویشتي دي.

دغه ډول د اوکراین پوځ د شورو یا چهارشنبی په ورځ ویلي چې دوی بېګاه شپه ټول ۲۴ ویشتل شوي روسي ډرونونه غوځولي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG