لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د داسو ډېم منصوبې وژل شوو چينايانو دپاره د ‏‎2.58‎‏ ملينه ډالرو معاوضې ورکولو منظوري ورکړې


د پاکستان د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د داسو هايډرو پاور پروجېکټ منصوبه کې د وژل شوو چينايانو دپاره د ‏‎2.58‎‏ ميلينه ډالرو يا ‏‎25‎‏ لکه ‏‎80,000‎‏ ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.‏

د خزانې د وزير محمد اورنګزېب په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمېټۍ غونډه پرون شوې ده. ويل شوي په ياده پېښه کې د وژل شوي ځايي تن دپاره ‏‎25‎‏ لکه ‏روپو ورکولو منظوري هم ورکړل شوې ده.‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

د بشام د پېښې وروسته چین د پاکستان نه د برید د بشپړه پلټنو او د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه او هم یې له خپله انده د پېښو پلټنو لپاره یو ‏‏‏پلاوی د بیجنګ نه پاکستان ته لېږلی وو.‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې د ياد بريد په اړه ويلي وو، ‏‎‏"په دغه بريد کې پينځه ‏چينايي او ‏يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو پېښو په ‏کلکه غندنه ‏کوي".‏

د پاکستان د پوځي وياند دعوې ته په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي دغه تورونه رد کړي او ويلي ‏‏يې وو، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ‏ارګانونو ‏‏کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي". ‏

د روانې میاشتې په نهمه نېټه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د چين سفير جيانګ زي ډونګ سره ليدلي، او ‏د بشام د پېښې په اړه شوي ‏پرمختګ باندې یې ورسره خبرې اترې کړې وې.‏

د اپرېل د میاشتې په وروستيو کې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې وه بشام کې د چین په انجنیرانو شوي ځانمرګي برید کې د ککړتیا ‏په تور یې د ‏‏تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څلور ترهګر نیولي وو.‏

سي ټي ډي دعوه کړې وه، په نيول شوو ترهګرو کې د مرکزي ملزم عادل شهباز تعلق د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال اباد سیمې سره، او د نورو ‏‏پېژندګلو د ‏محمد شفیق قرېشي، زاهد قرېشي او نذیرحسېن په نومونو شوې او د هغوي تعلق د پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره دی.‏

د پوځ ویاند په خبري کانفرنس کې ويلي وو، پاکستان کې خواوشا ‏‎29,000‎‏ چينايي وګړي موجود دي، په دوی کې خواوشا ‏‎25,00‎‏ په سي پيک پروژو کار ‏‏کوي، او ‏‎5000‎‏ خواوشا په ‏نورو پرمختيايي پروژو کار کوي پوځ او نورې امنیتي ادارې ته تحفظ ورکوي.‏

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي د چين د سفير سره په ليدنه کې ويلي وو، د بشام پېښه د پاکستان او چين په دوستۍ بريد وو، په پېښه کې ‏ککړ عناصر به په هر صورت منطقي ‏انجام ته رسولی شي.‏

د اقتصادي رابطه کمېټۍ په غونډه کې د هوابازۍ وزارت لخوا په نيويارک کې د روز ويلټ هوټل چلولو او خرڅونو دپاره د نيشنل بېنک سره پرتو اتو ‏ميلينو يا ‏‎80‎لکه ډالرو کارولود سمرۍ منظوري هم ورکړې ده.‏

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، په کال ‏‎2020‎م کې د روز ويلټ هوټل د بنديز وروسته د نيشنل بېنک څخه يو کروړ او 50 لکه ډالره په پور اخستل شوې وې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG