لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له اوکراین سره د ۲۷۵ میلینو ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چار وزیر انټني بلېنکن د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، امریکا به اوکراین ته د ۲۷۵ میلینو ډالرو پوځي مرسته ورکړي چې دغه هېواد پرې په خارکیېف باندې د روسانو د برید مخه ونیسي.

وزارت ویلي، په دغې مرسته کې د هېمارس سیستمونو لپاره میزایل، د توپونو ۱۵۵ او ۱۰۵ ملي متره ګولۍ، میزایلې، د زرې ضد سیستمونه او رهبري شوي هوايي مهمات شامل دي.

بیان زیاتوي، "د مخکینیو پکیجونو مرستې مخکې له مخکې لومړیو کرښو ته رسېدلي او مونږ به دغه نوې مرسته څومره ژر چې امکان ولري د اوکراین پوځ ته انتقال کړو چې د خپلې خاورې او د اوکراین د خلکو په دفاع کې یې وکاروي."

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په خپلې وینا کې وویل، چې هغه د ورځې په سر کې له خارکیېف څخه لیدنه وکړه او له پوځي چارواکو، د ځانګړو خدماتو له مشرانو او د سیمې او ښار له چارواکو سره یې ولیدل.

زېلینسکي وویل، چې اوکرایني ځواکونو د خارکیېف په شمالي برخو کې چېرې چې روسي ځواکونو په دې میاشت کې برید کړی، د سرحدي سیمو د جګړې کنټرول ترلاسه کړی.

د زېلینسکي دغه خبرې د روس د ډوما د غړي ویکټور ودولاتسکي له څرګندونو څخه توپیر لري.

د روس تاس خبري ادارې د هغه له خولې راخیستي وو چې روسي ځواکونه د ووچېنسک د ښار له نیمايي څخه د زیاتې برخې کنټرول لري.

ودولاتسکي زیاته کړې، کله چې روسي ځواکونه ووچېنسک ښار ونیسي نو روسي ځواکونه به په ختیځې ډونیڅک سیمه کې په دریو ښارونو باندې چې سلویانسک، کراماتورسک او پوکروسک نومېږي بریدونه وکړي.

رویټرز په دې نه دی توانېدلی چې په خپلواکه توګه د جګړې د غاړو ادعاوې تایید کړي.

اوکرایني چارواکو په خارکیېف کې د مې له لسمې نېټې څخه چې روسانو پکې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی تر اوسه پورې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان نورو سیمو ته ویستي دي.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، چې دی غواړي په خارکیېف سیمه کې یو بفر زون رامنځ ته کړي تر څو له پولې پورې غاړې د روس په خاوره باندې د اورکراینیانو د بریدونو مخه ونیسي.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې په خارکیېف کې د روسانو په بریدونو کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا ټاکل شوې ده چې زېلینسکي به په جون کې د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون پر وخت د نویو مرستو غوښتنه وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG