پاکستان د نارينو د T-20 يا شل اووريزه نړيوال کپ 2024م دپاره چې له راتلونکې مياشتې څخه په امریکا کې پيل کيږي، خپله 15 کسيزه لوبډله اعلان کړې، بابر اعظم به یې کپتان وي.
اعلان شوې لوبډله کې کپتان بابر اعظم، ابرار احمد، اعظم خان، فخر زمان، حارث روف، افتخار احمد، عماد وسيم، محمد عباس اپريدی، محمد عامر، محمد رضوان، نسيم شاه، صايم ايوب شداب خان، شاهين شاه اپريدی او عثمان خان شامل دي.
پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ويلي، د جمعې په ورځ سلېکشن يا د ټاکنې کمېټۍ په برتانيه کې د دوو ساعتونو د غونډې وروسته لوبډله اعلان کړې ده.
د پي سي بي ترمخه، ابراراحمد، اعظم خان، محمد عباس اپريدي، صايم ايوب او عثمان خان په لومړي ځل د شل اووريزه نړيوال کپ دپاره غوره کړل شوي، محمد عامر او عماد وسيم د کال 2016م او 2021 په ټورنامنټونو کې لوبېدلي او پاتې اتو لوبغاړو په 2022م کې په اسټریليا کې ترسره شوې نړيوال کپ کې برخه اخستې وه.
پي سي بي زياته کړې، "بااستعداده او متوازي لوبډله جوړه کړل شوې ځوانان او تجربه لرونکي لوبغاړي پکې شامل دي، دوی د يوې مودې پورې يو ځای لوبېدلي او راتلونکې میاشت د سياليو دپاره ښه چمتو دي".
کرکټ بورډ ويلي، "پاکستان د کال 2007م راهسې د نارينوو د شل اووريزه نړيوال کپ څخه چې په جنوبي افريقه کې یې پيل شوی ښه ريکارډ لری، په 2009م کې د يونس خان په مشرۍ (کپتانۍ) نړيوال کپ ګټلی، او دوه ځله په 2007م او 2022م کې تر فاينل لوبې رسېدلی وو".
د پاکستانۍ لوبډلې د سياليو نېټې هم اعلان کړل شوي چې لمړۍ لوبه به د امریکا سره په شپږم جون په ډېلس امریکا کې، دويمه په نهم جون د هند سره په نيويارک کې، درېمه په 11م جون د کېنېډا سره په نيويارک کې، څلورمه په 16م جون د اييرلېند سره په فلورېډا کې کوي.
Forum