د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد انتظاميې (سي ډي اې) ويلي، د ودانيو له قوانينو څخه د سرغړونې پر سر یې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) مرکزي دفتر تړلی دی.
د پي ټي آی غړو د دفتر د تړل کېدو او د ځينو برخو ورانولو پر سر مزاحمت کړی او بيا د دوی پرضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه هم درج کړل شوې ده.
اسلام اباد انتظاميې د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د اسلام اباد په (جي اېټ فور) سېکټر کې د پي ټي آی د مرکزي دفتر په غاړو کې د غېر قانونه ودانيو غورځولو هم ويلي دي.
د پي ټي آی مشر بېرسټر ګوهر علي خان ويلي، د اسلام اباد انتظامیې غېر قانونه عمليات کړي او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، سي ډي اې په کاروباري ځای د ودانيو د قانون سرغړونه شوې او اضافي منزل يا چت پرې هم جوړ کړل شوی وو.
سي ډي اې ويلي، په کوم ځای چې د پي ټي آي مرکزي دفتر دی، په دغه پلاټ غېر قانونه ودانۍ جوړه شوې ده.
ویل شوي، دغه پلاټ چې د سرتاج علي نومې تن په نوم دی څو ځله ورته د غېرقانونه ودانيو سره سره د نورو سرغړونو په سر قانوني نوټسې ورکړل شوي دي.
سي ډي اې زياته کړې، په حکمونو عمل نه کولو او سرغړونو په سر په لسمه مې د دغه پلاټ سيل کولو حکم شوی وو.
د عملياتو په وخت د پي ټي آی مشر بېرسټر ګوهر علي خان او عمر ايوب مرکزي دفتر ته رسېدلي، د پي ټي آی د اسلام اباد نه د قامي اسمبلۍ غړی عامر مغل د مزاحمت په سر نيول شوی وو.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د سي ډي اې د عملياتو غندنه کړې او پرضد یې عدالت ته د تلو ويلي دي.
د پي ټي آی مرکزي دفتر د ياد ګوند د ختمېدو او بيا د نهمې مې د پېښو وروسته ډېر فعاله کړل شوی وو، له دغې وړاندې به د ياد ګوند زياتې هلې ځلې په بني ګاله کې د ګوند د باني مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان په کور يا د اسلام اباد په سېکټر جي سېکس دفتر کې کېدې.
عمران خان د کال 2022م د اپرېل په نهمه نېټه پارليمنټ کې د عدم اعتماد ووټ د لارې د وزیراعظمۍ د څوکۍ نه لرې کړل شوی وو.
تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د نوموړي له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې.
دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.
د پاکستان پوځ د تېر کال 2023م نهمې مې ته توره ورځ ويلي او په دغه ورځ شوې پېښې یې د مجرمانونو پېښو په توګه يادې کړي او غندنه یې کړې ده.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري د روانې مياشتې په اوومه نېټه په خبري کانفرنس ويلي وو، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې کولو اجازه ورکړي".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم د نهمې پېښو يادولو سره ويلي وو، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره هيڅ نرمي نه شي کېدی او د هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".
د پوځ وياند په خبري کانفرنس کې د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند د مشر د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".
پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا د پوځ وياند "ډي جي آی اېس پي آر خبري کانفرنس ته غېراييني، غېر قانوني او د واک څخه تجاوز او تضاداتو مجموعه" ويلې وه.
Forum