لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلنسکي: اتحادیان دې اوکراین ته اجازت ورکړي چې لېرې فاصلې وېشتونکي مغربي وسلې د روس په خاوره استعمالې کړي


د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د ګل/دوشنبې په ورځ د مغربي اتحادیانو نه وغوښتل چې کیېف ته اجازت ورکړي په هغو لېرې فاصلې وېشتونکو وسلو چې مغربي ملکونو ورکړي، د روس خاوره کې دننه اهداف په نښه کړي.

زېلنسکي چې د سپېن په مرکز مډریډ ښار کې د سپېن له صدر پدرو سانچز سره یو مشترک خبري کنفرنس کې خبرې کولې، وویل: "مونږ ته په کار ده چې د زیات څه حاصلولو دپاره، د خپلو شراکتدارانو سره خپل مشترک کار ته شدت ورکړو. (چې هغه اهداف) هرې وسیلې سره چې وي، امن ترلاسه کول او روس په محسوسه طریقې سره دې ته مجبوره کول دي چې امن ته غاړه کیږي."

زېلنسکي زیاته کړه چې ملک یې د روز د فضایي بریدونو د مقابلې دپاره، د فضایي دفاع نظام ته ضرورت لري. هغه وویل: "په کار ده چې مونږ یوځای کار وکړو او نه صرف په روس بلکې به خپلو شراکتدارانو هم فشار راوړو چې مونږ ته د روس په مقابله کې د ځان نه د دفاع فرصت راکړي."

د اوکراین صدر په دې یادونې سره چې اوکراین هره میاشت درې زره (۳۰۰۰) ځله د روسي بمباریو هدف ګرځېدلی، وویل: "حتی هغه شراکتداران چې وېرېږي دا (وسلې) مونږ ته راکړي، او یا هغه چې مشورې راکوي، هغوی ته په کار ده چې پوهه شي فضایي دفاع، دفاع ده، حمله نده."

د یو بل خبر ترمخه، د نېټو مشر ینس سټولټنبرګ د ګل/دوشنبې په ورځ د بلغاریه په پایتخت صوفیا کې د زېلنسکي د خبرو په تصدیق وینا وکړه. هغه د نېټو له چارواکو وغوښتل چې اوکراین ته د خپلو ورکړی شوو وسلو د استعمال په برخه کې دې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي. مغربي ملکونو اوس مهال په اوکراین محدودیت لګولی چې د دوی وسلې به د روس په خاوره کې دننه استعمال نکړي. ینس سټولټنبرګ وویل، اوکراین د ځان د دفاع حق لري، په شمول د دې چې "د اوکراین نه بهر جایز اهدافو" باندې حمله وکړي.

د نېټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د مې په ۲۷مه، کال ۲۰۲۴ کې د بلغاریه په پارلېمان کې د وینا پر مهال
د نېټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د مې په ۲۷مه، کال ۲۰۲۴ کې د بلغاریه په پارلېمان کې د وینا پر مهال

د نېټو عمومي منشي زیاته کړه: "روسي ځواکونه د روس په خاوره کې دي او له هغه ځایه حمله کوي، سرحد ته نږدې پراته دي او د سرحد دې غاړه د اوکراین خاوره ولي. د جنګ محاذ څه هاخوا دېخوا په سرحدي کرښې پروت دی، او که تاسو صرف په دې خاطر چې روسي ځواکونه د سرحد هغې غاړې ته دي، هغوی په نښه کولی نشئ، نو حقیقت کې تاسو د اوکرایني ځواکونو دفاعي قابلیت راکموئ."

سټولټنبرګ بیا ځلي ټینګار وکړ چې نېټو پخپله په جنګ کې ښکېله نده، مګر زیاته یې کړه چې نېټو اتحادیان اوکراین سره د مرستې کولو حق لري چې هغو ته د خپلې دفاع دپاره پوځي حمایت ورکړي.

د نېټو عمومي منشي د اېکونومسټ مجلې سره په مرکه کې یو ځلي بیا دا بیانونه ورکړي، چې د اېکونومسټ مجلې ترمخه، مقصد یې د امریکې صدر جو بایډن و، ځکه بایډن تر اوسه د دې خبرې مخالفت کړی چې اوکراین دې امریکني وسلې دننه په روس کې استعمالې کړي.

په ماسکو کې کرملېن اېوان د ګل/دوشنبې په ورځ د سټولټنبرګ وینا وغندله. د صدر ولاډیمیر پوټین ترجمان دمیتري پسکوف وویل چې که مغرب اوکراین ته دا اجازت ورکړي چې په مغربي وسلو باندې د روس خاوره کې دننه حملې وکړي، نو په دې سره به د روس سره د نېغ په نېغه مقابلې خطره، او په نتیجه کې د عالمي جنګ خطره جوړه کړي.

د روس صدر ولاډیمیر پوټین څو څو ځله دړکه ورکړې چې د اوکراین په سر د روس او نېټو نېغ په نېغه مقابله ممکن یو عالمي جنګ جوړ کړي.

په مغربي ملکونو کې هم په دې اړه چې آیا اوکراین په مغربي وسلو سره د روس خاوره کې دننه حملې وکړي او که نه، نظریات مختلف دي.

د اېټلي وزیراعظمې جیورجیا مېلوني مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې په کار ده ډېر احتیاط وشي.

د دې میاشتې په سر کې د برطانیې خارجه وزیر ډېوېډ کمېرون کیېف ته د سفر په مهال ویلي و چې اوکراین حق لري امداد شوي برطانوي میزائیل د روس خاوره کې دننه هم استعمال کړي.

د ګل/دوشنبې په ورځ چې د سپېن د صدر نظر وپوښتل شو، نو هغه د دې پوښتنې د ځواب ورکولو نه ځان تېر باسه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG