د پاکستان په پنجاب ایالت کې د شري ناروغۍ د یوې وبا شکل اخستی اؤ چارواکي وایي چې د دې ناروغۍ له لاسه د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې 14 ماشومان مړه شوي اؤ 48 نور په هسپتالونو کې بستر کړل شوي دي.
د صحت محکمې چارواکو د شري په ناروغۍ اخته 48 ماشومانو څخه د 11 حالت مرګونی بللی دی.
د شورو یا چهارشنبې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو د صحت د څانګې د چارواکو له خولې ویلي چې په شري ناروغۍ د پنجاب پتوکي اؤ خانیوال سیمو کې6 ، 6 اؤ شرقپور کې دوه ماشومان مړه شوي دي.
د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز په شري د ماشومانو د مړینې نوټس اخستی اؤ د روغتیاي چارو صوبایي سکتر نه یې په دې اړه رپورټ غوښتی دی.
د پنجاب د روغتیايي چارو وزیر عمران نزیر د شورو په ورځ د پنجاب بیلابیلو سیمو کې هسپتالونو ته ورغلی اؤ دغلته یې په شري د اخته ماشومانو احوال اخستی دی.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز، اېم اېس اېف، اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي او پکار ده چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونو واخستل شي.
د سازمان ډاکټرانو ویلي د جنورۍ او اپريل ترمنځه یې د افغانستان په مزار شريف کې د 2700، په هرات کې 837 او په هلمند ولايت کې د څه باندې 1400 په شري اخته ماشومانو درملنه کړې ده.
د روغتيا چارو پوهان وايي په پاکستان اؤ افغانستان کې د شري د خورېدو لوی علت ماشومانو ته د دې مرض په ضد ستنې (ټیکې) نه لګول او د شري مریضان د صحتمند ماشومانو سره يو ځای ساتل دي.
د ماشومانو د ناروغو ډاکټر محمد فاضل وي او ای ډیوه ته ویلي د شري ناروغي په ماشومانو کې ډېره عامه ده او په هر موسم کې په ماشومانو راتللی شي .
هغه وایي"مونږه ليدلي چې د شپږو مياشتو نه تر 15 کالو پورې ماشومان ناروغه شوي دي، په دې کې د ماشوم پوزه رابهېږي، ټوخېږي، سترګې يې سرې وي، خېټه يې خرابه وي او په بدن يې سره سره داغونه راخېژي"
ډاکټر محمد فاضل وايي په شري اخته ماشومانو ته نمونيا کېږي، هېضه ورته کېږي، ماشوم د غذايي قلت ښکار کېږي او کله چې ماشوم ته شری وشي نو لس کاله وروسته هغه ته د دماغو يوه بيماري ورپورې کیږي چې په هغې کې د ماشوم دماغ کار نه کوي او بیا،بیا پرې جټکه راځي.
د روغتيا د چارو پوهان وايي د شري نه ماشومان خوندي کولو دپاره مهمه ده چې ماشومانو ته ويکيسن ورکړی شي او کوم ماشوم چې د دې رنځ ناروغه کړې وي بايد د نورو ماشومانو څخه جدا کړل شي.
Forum