لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرګودها کې د مذهب د سپکاوي په تورونو د پاریدلو خلکو لخوا وهل شوي مسیحي وګړي نهه ورځې وروسته ساه ورکړه


د پنجاب په سرګودها سیمه کې د مذهب د سپکاوي په تورونو د پاریدلو مظاهره چیانو لخوا په تشدد ژوبل شوي مسیحي وګړي تر 9 ورځو د مرګ اؤ ژوند په کشمکش کې له پاتې کیدو وروسته د اتوار په ورځ ساه ورکړې ده.

په 25مه مئ د سرګودهې په مجاهد کالونۍ کې د نزیر مسیح په نوم په یو عیسوي وګړی وروسته له هغې پاریدلو مظاهره چیانو د چاقوانو اؤ لرګیو په ګزارونو سخت ژوبل کړی ؤ چې د سیمې یو استوګن پرې د قران د سپکاوي تور ولګولو.

په دغه موقعه پاریدلو خلکو په مجاهد کالونۍ کې د نورو مسیحي وګړو په کورونو هم بریدونه کړي اؤ هم یې د الزام لاندې راغلي د مسیحي تن د وراره د څپلو کارخانه سوځولې وه.

پولیس په هغه وخت یاد مسیحي وګړی د پاریدلو خلکو له غضبه ژوندی ویستلی اؤ هسپتال ته یې په ژوبل حالت کې رسولی ؤ خو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د نزیر مسیح وراره رسنیو ته ویلي چې تره یې د پېنډۍ په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د مذهب په سپکاوي د تورن تن وراره ويلي، څو ورځې وړاندې یې د تره زامنو د تحریک لبېک د يو غړي سره خبرې اړولې وې خو هغه وایي ‏دغه معامله بيا د خبرو لاره هواره کړل شوې وه.‏ هغه د مذهب سپکاوي تورونه رد کړي دي.‏

د تشدد له دغو پېښو وروسته د پنجاب پولیسو ویلي وؤ چې د 44 معلومو اؤ 400 نامعلومه کسانو په ضد یې مقدمه درج کړې ده چې پکې د ترهګرۍ دفعه هم شامله ده اؤ تر 100 زیات کسان یې نیولي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو پېښې رپورټ کيږي، خو په دغو پېښو کې داسې تورونه هم لګول کيږي چې ګنې خلک د شخصي ‏شخړو دپاره دغه لاره خپلوي او په مخالفينو د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي، پنجاب کې اکثره دغه ډول پېښې کیږي.‏

د اپرېل په ‏‎22‎مه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله رپوټ کې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ‏‏ګډون د پاکستان حالت ته هم کتنه کړې وه او ويلي یې وو، تېر کال په دې هېواد کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.‏

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې وه چې پکې د مذهب د سپکاوي خلاف ‏‏قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې هم شامل وې.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال ‏‎2023‎م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی ؤ او ويلي يې وو، دغه رپورټ ‏‏‏غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، پاکستان د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، ‏‏او ‏په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.‏

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ‏‏1415 ‏‏کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې پکې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG