واشنګټن – په هندوستان کې د سترو انتخاباتو له لومړنیو پایلو ښکاري چې د بهارتیا جناتا پارټي وزیر اعظم نریندرا مودي او د هغه ایتلاف یو ځل بیا په پارلمان کې ستر اکثریت ګټلی.
خلکو د دغو ټاکنو په اووم پړاو کې د شنبې یا خالي په ورځ په ۵۷ انتخاباتي حوضو کې رایه ورکړه.
د هند په دې سخته ګرمۍ کې دغه انتخاباتي بهیر د تېرو شپږو اونیو راهیسې دوام درلود.
اوس ټولې سترګې د نهې یا سې شنبې ورځې ته دي چې د پارلمان د استازو د جرګې د ۵۴۳ انتخابي څوکیو لپاره رایه شمېرل کېږي.
څنګه چې په هند کې د ووټونو شمېر په برېښنايي یا الیکټرانیک ماشینونو باندې کېږي نو د پایلو تمه یې هم په همدې ورځ کېږي.
دغه ټاکنې به د ۷۳ کلن مودي شهرت و ازمايي چاته چې د یو ځواکمن رهبر او د هندو نشنلیسټ د اتل په سترګه کتل کېږي او د خپل قدرت پر مهال یې له لسګونو میلینو غریبو هندوانو سره مرسته کړې.
د بې جې پي ګوند په ټول هېواد کې له ۲۰۰ زیات انتخاباتي غونډې وکړې.
له ټاکنو مخکې داسې ښکارېده چې بې جې پي ښکاره ګټونکی دی.
د دغه ګوند هدف دا وه چې د ۴۰۰ څوکیو په ګټلو سره غوڅ اکثریت وګټي.
د ګڼو ټي وي چاینلونو د راپورونو له مخې، دغه ګوند کولای شي چې ۳۵۰ او یا زیاتې څوکۍ وګټي په داسې حال کې چې د اکثریت لپاره یواځې د ۲۷۲ څوکیو ګټل کافي دي.
له دې سره به مودي په نادر ډول د دریمې دورې لپاره د هند د وزیر اعظمۍ په څوکۍ باندې پاتې شي.
Forum