لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب خبرداری ورکړی چې د حج په ورځو به ګرمي له حده زیاته وي


واشنګټن – سعودي عربستان د نهې یا سې شنبې په ورځ حاجیانو ته خبرداری ورکړی چې د حج په ورځو کې به د ګرمۍ یا تودوخې درجه ۴۴ درجو د سانټي ګرېډ ته ورسېږي.

په سعودي کې تېر کال هم په زرګونو کسان ګرمۍ وهلي وو.

د سعودي د هوا پېژندنې د ادارې مشر ایمن غلام یوې خبري غونډې ته وویل،

"د حج په موسم کې به سږ کال په مکه او مدینه کې تودوخه تر دوه درجو پورې پورته وي."

هغه وویل، "د ۲۵ فیصده نمي، د باران کېدو امکان صفر او اوسط لوړه درجه تر ۴۴ درجو د سانټي ګرېډ پورې " اټکل کېږي.

حج چې د جون په ۱۴ پلېږي د اسلام له پنځو بناو څخه یوه ده چې ټول هغه مسلمانان یې باید لږ تر لږه یو ځل ادا کړي چې توان یې لري.

په حج کې حاجیان څلور ورځې په مکه او شاخوا کې عبادت کوي.

رسمي شمېرې ښيي چې تېر کال حج ته ۱.۸ میلیونه مسلمانان ورغلي وو.

سعودي چارواکو ویلي وو چې تر ۲۰۰۰ زیات کسان پکې وروسته له هاغې ګرمۍ ووهل چې د تودوخې درجه پکې ۴۸ درجو د سانټي ګرېډ ته ورسېده.

حاجیانو ته د تودوخې کنټرول سخت کار دی

د ګرمۍ وهلو حاجیانو ريښتینې شمېره ښايي تر دې هم زیاته وي، ځکه اکثره ګرمۍ وهلي په روغتون کې نه وه داخل شوي.

تېره کال د حج په موسم کې یواځې د اندونیزیا د هېواد لږ تر لږه ۲۴۰ کسان مړه شوي وو خو د هغوی د مړینې سبب نه و ښودل شوی.

سعودي عرب د مرګونو شمېرې نه وې اعلان کړې.‌

چارواکي کوښښ کوي چې له ګرمۍ څخه خلک وژغوري چې په هغو کې په خیمو کې اېرکانډېشنې او د نمي سیستمونه لګېدلي وي.

غلام د نهې د ورځې خبري کانفرانس ته وویل، "د تودوخې له لوړېدو سره هره ورځ د کافي اوبو د مصرف اړتیا وي."

هغه همدارنګه وویل، حاجیانو ته باید خواړه په یخچالونو یا فریزرو کې انتقال شي چې خراب نه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG