لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر فیصل کریم: خېبر پښتونخوا کې د تعلیم اؤ صحت نظام تباه شوی دی


د خېبر پښتونخوا صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي وایي په صوبه کې د تعلیم اؤ صحت نظام تباه شوی دی اؤ قبایلي سیمې صوبه کې د بد دیانتۍ په اساس ورګډې کړل شوی خو دغو سیمو ته تر اوسه خپل حق ور نه کړل شو.

تېره ورځ د پنجاب راولپنډۍ ښار کې د پاکستان پیپلز پارټۍ د مشرانو په درناوي کې راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تعلیمي نظام دا حال دی چې په 34 پوهنتونونو کې یې 26 له وایس چانسلرانو محروم دي.

هغه وویل چې صوبه کې د تعلیم لپاره بجټ کې ځانګړو کړل شوؤ دریوؤ اربو روپو کې یوه روپۍ هم په تعلیم نه ده مصرف کړل شوې.

د ګورنر په دې څرګندونو د صوبایي حکومت د نظر اخستو لپاره وي او ای ډیوه د صوبایي حکومت ویاند سره د ټيلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو هغه ټیلي فوني زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

د ګورنر وینا وه" د مدینې د ریاست خبره چې چا کوله هغوي د بد دیانتۍ په کولو سره قبایلي سیمې په صوبه کې ورګډې کړې خو دغو سیمو ته یې خپل حق ور نه کړ اؤ د مدینې ریاست واله ؤ خپل امانت هغوي ته ونه سپارلو"

هغه وویل د ټولو ګوندونو د مشرانو سره یې لیدنې کړي تر څو خېبر پښتونخوا صوبه د موجوده ستونزو څخه وویستل شي.

ګورنر وویل هغه اوس د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا خبرو ته ځکه ځواب نه وایي چې پوهیږي وزیراعلا ځینې سیاسي مجبورۍ لري خو بیا هم وویل چې په وزیراعلا غږ کوي چې دده د سویچ اف کولو خبرې دې نه کوي.

د ګورنر په وینا " که ما سویچ اف کړو نو بیا به دا کله هم آن نه شي"

هغه وزیراعلا علي امین ګنډا پور ته بلنه ورکړه چې د صوبې د ستونزو هوارولو لپاره دې ورسره خبرو ته کښیني اؤ وي ویل "مونږ ته به په ګډه د صوبې او ولس ستونزې هوارول وي"

په دې وروستیو کې د وفاق نه د خپلې برخې د حقونو اخستو د چیلنج سره د مخ صوبې خېبر پښتونخوا وزیراعلا اؤ ګورنر پخپلو کې یو بل ته رابرند شوي وؤ اؤ د سیاسي اختلافاتو پسر یې یو بل ته سخت ګواښونه کړي وؤ.

وزیر اعلا علي امین ګنډا پور تېره میاشت ګواښ کړی ؤ چې که دی وغواړي نو د صوبې ګورنر فیصل کریم کنډی به ترې ګورنر هاوس ته دننه نه شي اؤ ګورنر هاوس به ولس ته په واک کې ورکړي.

خو ګورنر کنډي بیا وزیر اعلا ته ځوابي ګواښ کړی ؤ چې که دغسې وکړي نو د تېښتې لار به هم ونه مومي اؤ دی به یې په سړکونو راکاږي.

څېړونکي وایي یو خوا پښتونخوا صوبې ته د وفاق نه د خپلو حقونو ترلاسه کولو جګړه ور پېښه ده بلخوا د صوبې وزیراعلا اؤ ګورنر په خپلو کې مشت و ګریوان شوي اؤ لکه د بازار د بدمعاشانو یو بل ته ګواښونه کوي چې ددې بې اغېزې د صوبې د ولس په ژوند کیږي.

خبریال ښاغلی شمس مومند ډیوه ته ویلي د وزیراعلا اؤ ګورنر تر منځ د خپل منځي جګړې له امله یوازې صوبه اؤ ولس نه زیانمیږي بلکې په ټوله نړۍ کې د پښتون یو بدرنګ انځور د نورو خلکو مخې ته ورځي.

هغه وایي "پښتانه چې انتها پسند ګڼل کیږي، پښتانه چې غیر ذمه دار ګڼل کیږي، پښتانه چې بدمعاشان یا ټیررسټ ګڼل کیږي په هغې کې پخپله زمونږ دا مشران ثابتوي چې هو مونږه د مهذب اختلاف په چل نه پوهیږو، د ایین اؤ قانون په دایره کې اؤ د تهذیب په لاره باندې نه خپل حقونه حاصلولی شو، نه سیاست کولی شو، نه قیادت کولی شو اؤ نه حکمراني کولی شو"

شمس مومند وایي دا د ټولو پښتنو بدقسمتي ده چې دغسې خلک یې حکمرانان دي اؤ د پښتنو مشري اؤ نمایندګي کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG