لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بې د مقابلې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غېر مستقل غړی منتخب شوی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان د کال ‏‎2025‎م او ‏‎2026‎م دپاره د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غېر مستقل غړی منتخب شوی دی، دا اتم ‏ځل دی چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غېر مستقل غړی منتخب کيږي.‏

د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په پاکستان د اعتماد کولو او د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غېر مستقل غړيتوب منتخب کولو د ملګرو ملتونو د جنرل ‏اسمبلۍ د ټولو غړو مننه کوي او پاکستان به د خپل غړیتوب په موده کې حل طلبه او روانو شخړو د منصفانه او پرامنه ډول هواري دپاره ژمن وي.‏

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د پاکستان نه علاوه ډنمارک، یونان، پانامه او صوماليه هم په پټه رای شمارۍ کې د کال ‏‎2025‎م او ‏‎2026‎م دپاره د امنیتي شورا ‏غړي منتخب شوي دي.‏

د ملګرو ملتونو د لوړې کچې دغه پېنل چې نړيوال امنيت په ځای ساتل یې زمه واري ده په ‏‎15‎‏ غړو هيوادونو مشتمل دی، امریکا، برتانيه، چين، فرانس او ‏روس یې د ويټو د اختيار پينځه مستقل غړي دي. ‏

او پاتې نور لس غړي د دوو کالو مودې دپاره منتخب کول کيږي او په دوی کې د نيمو هر کال ټاکنه نوې کولی شي.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان به د طاقت په يو اړخيزه غېر قانوني توګه کارولو يا کارول کېدو د ګواښ مخالفت، د هر ډول ترهګرۍ او ‏مظاهرو د مقابلې، د ملګرو ملتونو د امن د هڅو او سيمې او نړۍ د بحرانونو د هواري دپاره په اغېزمنه ډول کردار دوامداره ساتي.‏

د صومالیه د بهرنيو چارو وزير احمد معلم فېکي ويلي، دغه موده به یې د ګڼو اړخونو دپاره د بشپړ پېوستون او ملګرو ملتونو په منشور کې د نړيوال ‏قانون د اصولو د درناوي لارښوونه کوي.‏

هغه زياته کړې، دوی به د امنیتي شورا او افريقايي يونين په ګډون د سيمې د تنظيمونو ترمنځ د مرستو پياوړي کولو هڅې کوي.‏

د يونان د بهرنيو چارو وزير جیورجيوس ګېرا پيټرايټۍ ويلي چې څنګه به د درې غټو وچو په مينځ کې د شمال او جنوب، ختيځ او لويديځ ترمنځ د پل په ‏توګه کار کولو کې مرسته کوي.‏

هغه ويلي، د شخړو د پرامنه هواري تصور ته د نوې معنې ورکولو خواهش لري.‏

د بشري حقونو د څار ادارې د غېر مقابلې د رای غندنه کړې او ويلي يې دي غړو هيوادونو ته په خپله د انتخاب موقع ورکول پکار دي، چې د بشري حقونو ‏د سختو سرغړونو زمه واره حکومتونه رد کړل شي.

ويل شوي، پينځه نوي راتلونکي هيوادونه به د جنورۍ ‏‎2025‎م څخه د ايکواډور، جاپان، مالټا، موزمبيق او سويټزرلېنډ ځای نيسي.‏


‏(د دې خبر ځينې معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG