لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګروملتونو مشر د اسرایلو پوځ او حماس ماشومانو ته په ضرر رسولو، په تور لست کې اچولي


واشنګټن – د ملګروملتونو مشر د اسرایلو پوځ او حماس په هغه کلني تور لست کې اچولي څوک چې ماشومانو ته ضرر رسوي.

انټونیو ګوټېریش په یو راپور کې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ د امنیت شورا غړو ته استول شوی خو تر اوسه چاپ شوی نه دی ویلي،

"زه په غزې پټۍ، اسرایلو او نیول شوې لویدیځې غاړه کې د ختیځ بېت المقدس په ګډون د ماشومانو پر ضد په بې ساري ډول د خواشینه کونکي تاوتریخوالي په ډرامټیک زیاتېدو او شدت باندې خفه یم."

د ماشومانو او وسلوالې شخړې تر نامه لاندې په کلني راپور کې د هغو کسانو نومونه او له شرم نه ډک کارونه یاد شوي څوک چې ماشومان د جګړې لپاره ګماري، وژني یې، تښتوي یې، او پر هغوی جنسي تیری کوي، یا ورته بشري مرستې نه پرېږدي او یا یې په ښونځیو او روغتونونو باندې بریدونه کوي.

د ګوټېریش ځانګړې استازې وېرجینیا ګېمبا ته د امنیت شورا لخوا دا دنده سپارل شوې چې د دغو تاوتریخوالو مخه ونیسي او ورته د پای ټکی کېږدي.

په دغه راپور کې چې د امریکا غږ لخوا ترلاسه شوی، ملګروملتونو ویلي، دوی د اسرایلي او فلسطیني ماشومانو پرضد د ۸۰۰۹ لویو تاوتریخوالو تصدیق شوی، خو دا بهیر د جګړې له امله ورو روان دی.

په دغه شمېر کې ۱۱۳ یې د اسرایلي ماشومانو او پاتې نور یې په اسرایلو او فلسطیني خاوره باندې د فلسطیني ماشومانو پرضد ترسره شوي.

په راپور کې راغلي، د اکثرو ماشومانو مرګ ژوبله په غزه کې د اکټوبر له اوومې نېټې څخه د تېر کال تر پایه پورې "په ګڼ مېشتو سیمو باندې د اسرایلي د وسلوالو او امنیتي ځواکونو لخوا د چاودېدونکو وسلو له کارولو سره" رامنځ ته شوې ده.

فلسطیني ماشومان چې په غزه کې د اسرایلو په هوايي بمباریو کې ژوبل شوي.
فلسطیني ماشومان چې په غزه کې د اسرایلو په هوايي بمباریو کې ژوبل شوي.

په دغه تور لست کې د اسرایلي پوځ او حماس سربېرته د فلسطین د اسلامي جهاد ډله هم اچول شوې.

دواړه ډلې د لومړي ځل لپاره په دغه نوملړ کې راغلي او د ماشومانو د وژنې، معیوبیت او تښتونې تورونه پرې لګول شوي.

دغه راپور د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د همدې کال تر ډیسمبر پورې پوښلی.

حماس د د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ چې تر اوسه ترې نهه میاشتې تېرېږي.

په راپور کې یواځې هغه مرګ ژوبله راخیستل شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې تصدیق شوی.

دا لومړی ځل دی چې اسرایل او حماس په دغه تور لست کې اچول شوي په داسې حال کې چې په تېرو دریو میاشتو کې په غزه کې په سلګونو نور ماشومان هم وژل شوي‌ او ژوبل شوي دي.

د اسرایل وسلوال او امنیتي ځواکونه د ماشومانو د وژنې او په ښونځیو او روغتونونو باندې د بریدونو له امله په دغه نوملړ کې اچول شوي دي.

اسرایلي چارواکو په دغه لست کې چې ترهګرې ډلې طالبان، القاعده او داعش هم پکې شامل دي غوصه څرګنده کړې.

دغه راپور مخکې له مخکې د ملګروملتونو لخوا له اسرایلو سره شریک کړای شوی وو.

د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د جمعې په ورځ وویل،‌

"نن ملګروملتونو خپل ځان د تاریخ تور لست کې هغه مهال شامل کړ او له هغو کسانو سره یوځای شو چې د وژونکې حماس ډلې ملاتړ کوي."

هغه زیاته کړه،

"د اسرایلو دفاعي ځواکونه په نړۍ کې د اوچتو اخلاقو پوځ دی، د ملګروملتونو هېڅ کومه غلطه پرېکړه به دا بدل نه کړي."

په ملګروملتونو کې د اسرایلو استازی یو قدم نور هم مخکې تللی او د ګوټېریش د دفتر له مشر سره یې خپله ویډیوي ټیلیفوني مکالمه چاپ کړې.

ګېلاډ اردن په دغو ټیلیفوني خبرو کې ویلي،

"زه د عمومي‌ منشي په دې له شرمه ډکه پرېکړه باندې سخت حیران او کرکه څرګندوم." او زیاتوي، چې دا به حماس ته ګټه ورسوي او جګړه به اوږده کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG