د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي چې په ملک کې د ګرانۍ کچه د ۴۸ فیصدي نه ۱۱ فیصدو ته راکوزه شوې ده اؤ ډیر زر به سنګل هندسې )له لسو څخه کمې شمېرې) ته هم په ښکته راشي.
د نهې په ورځ د مالي کال ۲۰۲۳-۲۴م د اقتصادي سروی رپورټ وړاندی کولو په مهال د خزانې وزیر ویلي په ګرانۍ کې د کمي راتلو له امله اسټيټ بینک د سود کچه راکمه کړې ده.
هغه ویلي پاکستان سره آي ایم ایف ته له تګ پرته بله هیڅ لاره نه وه اؤ که چرې مونږ آي ایم ایف ته نه وؤ تللي نو نن به مو د اهدافو ټاکنه نه وه کړې.
هغه ویلي په مالي کال ۲۰۲۲-۲۳م کې د نمو شرحه دوه فیصدي کمه شوې وه اؤ د روپۍ ارزښت ۲۹ فیصدي په ښکته راغلی ؤ اؤ هم ددې ستونزو سره مونږ د مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ سفر پیل کړی ؤ .
د خزانې وزیر ویلي په روان مالي کال کې عایدات ۱۳ فیصدي سیوا شوي اؤ مونږ په دې کې بریالي شوي یو چې د کرنټ اکاونټ خساره تر ۵۰ کروړه ډالرو محدوده وساتو.
محمد اورنګزیب ویلي چې پروسکال مونږ د اقتصادي سقوط په غاړه ولاړ وؤ اؤ په لاس کې راسره یوازې د دوؤ اوونیو د برامداتو زرمبادله پاتې شوې وه .
نوموړي وویل آي ایم ایف سره مو کامیاب مذاکرات شوي دي اؤ دغه نړیوالې مالیاتي ادارې د نهو میاشتو د لنډ مهاله پور په پروګرام کې د پاکستان مالیاتي نظم منلی دی.
هغه ویلي اوس مونږ د ټیکسونو کلیکشن د ډیجیټلایزیشن لوري ته بوځو، انساني مداخله به راکموؤ اؤ د ټيکسونو ترلاسه کول به راته باوري کول وي.
هغه وویل زراعت زمونږ د معیشت یوه ستره ستنه ده اؤ د غنمو معاملو ته وزیراعظم پخپله کتنه کوي.
د خزانې وزیر وویل چې دا ځل مونږ د وريژو په فصل زرمبادله ګټلې ده ،زراعت کې مو د مډل مین یا دریم ګړي تن کردار راکم کړی اؤ له کومې څانګې چې حکومتي عمل دخل ختمیږي نو دا ښه وي ا ؤ پاسکو به هم د سرکار په ولکه یا تحویل کې نه ساتو.
هغه وویل د اسټیل ملز د بحالۍ هیڅ امکان نشته اؤ هغه اوس یوازې په سکریپ یا کباړ کې دخرڅيدو دی.
د خزانې وزیر وویل چې د پي آي ای د نجکارۍ یا شخصي څانګې ته د ورکولو په اړه نتیجه به د جولایي یا اګست پورې مخې ته راشي.
د نوموړي وینا وه چې مونږ به یوازې د اسلام اباد ایرپورټ په نجکارۍ نه ودریږو ، په سرکاري ادارو کې د یو زر اربو روپو خساره نه شو زغملی.
پاکستان کې د خرو شمیره زیاته شوې:
په اقتصادي سروی رپورټ کې ویل شوي چې په ملک کې د خرو شمیره ۵۹ لکو ته رسېدلی ده چې تېر مالي کال کې دا شمیره ۵۸ فیصدي وه همدا شان په کال ۲۰۲۱-۲۲م کې بیا په پاکستان کې د خرو شمیره ۵۷لکه وه.
اقتصادي سروی کې ویل شوي چې په دوؤ کالو کې ملک کې د خرو په شمیر کې دوه لکه اضافه ریکارډ کړی شوې ده.
خو د رپورټ مطابق بیا د اسونو په شمیر کې په یو کال کې هیڅ اضافه نه ده شوې اؤ ملک کې دا مهال د اسونو شمیره ۴ لکه ده.
د پاکستان په وړاندې اقتصادي چیلنجونه:
د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان ته هرکال د 20 او 25 اربه ډالرو ترمنځ بهرنۍ قرضې بېرته ستنول دي چې د آي اېم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام پرته یې ستنول ګران دي.
اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امین وي او ای ډیوه ته ویلي،پاکستان ته سږکال په روانه میاشت کې نزدې 25 اربه ډالره قرضه بېرته ستنول دي.
هغه وایي که د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره لوظنامه نه کېږي او یا لوظنامه وروسته کېږي نو ددغه ستنوونکو پیسو انتظام کول به حکومت ته یو ستر چیلنج وي.
پاکستان تېر کال د جون میاشت کې د اقتصادي سقوط څخه له هغې وروسته په لږ څه کې بچ شوی ؤ چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره یې د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام ترسره کړو او د هغې راپدېخوا د ګرانۍ کچه د تېر کال د مې میاشتې د 38 فيصدي په نسبت سږکال مې کې 17 فيصد ته راښکته شوه.
پاکستان لا هم د لوړې کچې مالياتي کمي سره مخ دی، که څه هم په درامداتو باندې د کنټرول د لارې یې دا خساره قابو کړې ده.
آي اېم اېف د پاکستان سره د وروستیو خبرو پېل کولو څخه د مخه خبرداری ورکړی و چې ددې هېواد د اقتصاد لپاره منفي خطرې په غېر معمولي توګه زياتې دي.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي که څه هم په نړيوال مارکیټ کې د تېلو د بېعو د راکمېدو او په ملک دننه د غنمو د غوره پېداوار له کبله د ګرانۍ کچه 11 فيصدي ته لاندې راغلې ده خو باید چې دا د حکومت د اطمینان سبب ونه ګرځي.
اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي حکومت چې د مالياتي استحکام لپاره کوم ګامونه پورته کول باید چې هغه دوامداره وساتي.
Forum