لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي ژبه اردو د پنجابۍ ، پښتو، سندۍ او سرائیکۍ ژبو نه د کمو خلکو مورنۍ ژبه ده


په پاکستان کې د 2023م کال د سرشمیرنې د نورو معلوماتو ترڅنګ په دغه هېواد کې د ویل کیدونکو مختلفو ژبو په اړه هم معلومات یا ډیټا هم په ډاګه شوې ده. په دې توګه په پاکستان کې د مورنیو ژبو په منځ کې اردو په پنځم ځای یا نمبر ده. (فایل فوټو)
په پاکستان کې د 2023م کال د سرشمیرنې د نورو معلوماتو ترڅنګ په دغه هېواد کې د ویل کیدونکو مختلفو ژبو په اړه هم معلومات یا ډیټا هم په ډاګه شوې ده. په دې توګه په پاکستان کې د مورنیو ژبو په منځ کې اردو په پنځم ځای یا نمبر ده. (فایل فوټو)

د پاکستان قامي ژبه اردو ده. خو په وروستۍ سرشمیرنه کې دا ژبه د ټول ابادۍ یا نفوس یوازې نهه فیصده خلکو خپله مورنۍ ژبه ګرځولې ده.

په پاکستان کې د 2023م کال د سرشمیرنې د نورو معلوماتو ترڅنګ په دغه هېواد کې د ویل کیدونکو مختلفو ژبو په اړه هم معلومات یا ډیټا هم په ډاګه شوې ده.

په سرشمیرنه کې د نورو معلوماتو ترڅنګ د مورنۍ ژبې په اړه هم یوه پوښتنه شوې وه او د مورنۍ ژبې په اړه معلومات د ورته پوښتنې د ځواب ورکوونکو د شمیر پر بنیاد خپریږي.

د مورنۍ ژبې په اړه د پوښتل شوې پوښتنې په ځواب کې، په ټول هېواد کې د اوسیدونکو 9.25 فیصده خلکو اردو خپله مورنۍ ژبه ګرځولی ده.

په دې توګه په پاکستان کې د مورنیو ژبو په منځ کې اردو په پنځم ځای یا نمبر ده.

د 2023م کال د سرشمیرنې په اساس پاکستان کې تر ټولو زیاته ویل کېدونکي ژبه پنجابي ده، ورپسې پښتو، دریمه سېندي او څلورمه سرائیکي ده.

د رپورټ له مخې د 2017م کال د سرشمېرنې کې په ټول پاکستان کې اوو فیصدو څخه زیاتو خلکو اردو ژبه خپله مورنۍ ژبه ګرځولې وه، په داسې حال کې چې د 2023م کال په سرشمېرنه کې دا فیصدي په ټول هېواد کې 9.25 سلنې ته لوړه شوې ده.

په پاکستان کې د 2017م کال د سرشمیرنې له مخې 38.78 فیصدي خلکو مورنۍ ژبه پنجابی ګرځولې وه، خو 2023م کال سرشمیرنې کې د ټولې ابادۍ 36.98سلنه خلکو خپله مورنۍ ژبه پنجابی ښودلې ده.

په د 2017م کال سرشمیرنې کې 18.24 فیصده خلکو پښتو خپله مورنۍ ژبه ګرځولی وه. خو په 2023م کال سرشمیرنه کې دا کچه 18.15 سلنې ته راټیټه شوې ده.

د وروستۍ سرشمیرنې له مخې په پاکستان کې 14.31 فیصده خلک سندي ژبه خپله مورنۍ ژبه ګرځوي.

سرائیکي په پاکستان کې څلورمه لویه مورنۍ ژبه ده او د ټولې ابادۍ په سلو کې 12 فیصده خلکو دغه ژبه خپله مورنۍ ژبه ګرځولې ده.

د 2023 د سرشمیرنې له مخې، بلوچي د 3.02 فیصده، هندکو 2.32 فیصده ، براهوي 1.16 فیصده او کشمیري 0.11 فیصده ابادۍ یا نفوس مورنۍ ژبه ده.

یونیسکو د مورنۍ ژبې د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې په نړۍ کې د ژبو له لاسه ورکولو له امله کلتوري تنوع د ګواښ سره مخ دی.

د ۲۰۲۳ کال د سرشمیرنې له مخې د پاکستان ټوله ابادي 24 کروړه څلور لکه 58 زره 89 تنه ده.

د سرشمیرنې د نتیجو له مخې د ټولټال اته کروړه 89 لاکه 15 زره 544 خلکو مورنۍ ژبه پنجابي ده.

د څلور کروړه 36 لاکه 33 زره 946 کسانو خپله مورنۍ ژبه پښتو ګرځولې ده. درې کروړه 44 لاکه 1 زره 564 کسانو ویلی چې د دوی مورنۍ ژبه سندي ده. 2 کروړه 88 لاکه 49 زره 579 کسان سرایئکي خپله مورنۍ ژبه ګرځوي.

یوازې دوه کروړه 22 لاکه 49 زره 307 کسانو مورنۍ ژبه اردو ده.

د ۲۰۲۳ کال د سرشمیرنې له مخې بلوڅۍ ژبه ویونکو کسانو شمیره 81 لاکه 17 زره 795 دی .

د هغو کسانو شمېر چې هندکو ژبه خپله مورنۍ ژبه بولي هغه 55 لاکه 90 زره او 559 دی. د براهوي ويونکو شمېر 27 لاکه 78 زره او 670 دی.

د نورو ژبو په اړه د معلوماتو له مخې میواتي د 10 لاکه 94 زره او 219 خلکو مورنۍ ژبه ده، کوهستاني د 10 لاکه 39 زره خلکو مورنۍ ژبه ده. کشمیري د 2 لاکه 74 زره او 80 خلکو مورنۍ ژبه ده. شینا د یو لاکه 16 زره او 951 خلکو مورنۍ ژبه ده. بلتي د 52 زره او 134 خلکو مورنۍ ژبه او د 7 زره 466 مورنۍ ژبه کیلاشا ده.

د یادولو وړ ده چې د 2023م کال په سرشمیرنه کې شینا، بلتي، میواتي، کیلاشا، کوهستاني ژبې هم د مورنیو ژبو په کالم کې شاملې کړل شوې وې.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG