لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران پوځ دعوه کړې چې اسماعیل هنیه د لنډې فاصلې په وار کوونکي میزایل ویشتل شوی


د ایران پوځ د شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې د حماس وژل شوی مشر اسماعیل هنیه په لنډه فاصله د وار کوونکي توغندي یا میزایل له لارې په نخښه کړل شوی ؤ.

د خبري شبکې رایټرز له مخې د ایران پاسداران انقلاب فورس پخپل یو بیان کې ویلي چې اسماعیل هنیه د لنډې فاصلې په وار کوونکي پروجیکټایل ویشتل شوی چې پکې اووه کلو ګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي وؤ.

اسماعیل هنیه د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د پاسداران انقلاب په ودانۍ چې دننه په نخښه کړل شوی ؤ چې له وژنې وروسته یې د خالي یا شنبې په ورځ په وړومبي ځل د ایران لخوا کوم بیان مخې ته راغلی دی.

بیان کې ویل شوي چې د اسماعیل هنیه د وژنې بدله به سخته وي اؤ د ځوابي اقدام لپاره به د مناسب وخت،ځای اؤ څرنګوالي ټاکنه کولی شي.

پاسداران انقلاب د اسماعیل هنیه د مشر د وژنې ذمه وار اسرایل ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې " هنیه مهم جو اؤ ترهګر صیهوني حکومت وژلی دی"

اسرایل په اعلانیه ډول د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې.

اسماعیل هنیه تیره اوونۍ د ایران د نوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند دستوره کې د ګډون لپاره د قطر څخه تهران ته تللی ؤ .

هغه غزې کې د اوربند په اړه کېدونکو مذاکراتو کې مهم رول درلودو.

تر دې وړاندې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز پخپل یو رپورټ کې د مختلفو سرچینو له خولې دعوه کړې وه چې د اسماعیل هنیه د پاتې کېدو په خونه کې شا وخوا دوه میاشتې مخکې چاودیدونکي مواد ځای پځای کړل شوي وؤ اؤ هغه په دغو چاودیدونکو موادو وژل شوې دی.

نیویارک ټایمز پخپل رپورټ کې په منځني ختیځ اؤ ایران کې د خپلو سرچینو حواله ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې اسماعیل هنیه په کومه ودانۍ کې پاتې کېدو د هغې کنټرول د ایرا د سپاه پاسداران انقلاب په لاس کې ؤ اؤ دا وداني د ګڼ شمیر سرکاري ودانیو د یوې لړۍ برخه ده چې د نشاط په نوم یادیږي.

د منځني ختیځ سرکاري چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي وؤ اسماعیل هنیه چې به کله هم تهران ته په سفر تللو نو په دغه میلمستون کې به پاتې کیدو.

(دې رپورټ کې ځیني معلومات د رایټرز خبري شبکې څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG