لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په تېرو 48 ساعتونو کې باراني پېښو کې 15 تنه مړه شوي


د پي ډي اېم اې ترمخه، په مړه شوو کسانو کې شپږ ماشومان، پينځه سړي او څلور ښځې شامل دي.
د پي ډي اېم اې ترمخه، په مړه شوو کسانو کې شپږ ماشومان، پينځه سړي او څلور ښځې شامل دي.

خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي، صوبه کې په تېرو 48 ساعتونو کې د باران له امله پېښو کې 15 تنه مړه شوي او 20 نور ژوبل شوي دي.

د پي ډي اېم اې ترمخه، په مړه شوو کسانو کې شپږ ماشومان، پينځه سړي او څلور ښځې شامل دي.

ادارې ويلي، 73 کورونو ته تاوان اوښتی چې پکې 19 په بشپړ ډول تباه شوي دي.

ويل شوي، ځاني او مالي تاوانونه په بر او کوز چترال، ملاکنډ، کوز دير، شمالي او جنوبي وزيرستان، ټانک، کرک، چارسده، باجوړ، بونير او شانګله کې شوي دي

.

د پي ډي اېم اې ترمخه، د ریليف محکمې د تېزو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله په بر چترال کې د 30م اګست پورې بيړني حالت په ځای کړي دي.

د ادارې ترمخه، په اغېزمنو سيمو کې د لارو پرانستو او خلکو ته د مرستو رسولو کار روان دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، وزيراعلا علي امين ګنډاپور په کرک کې په سېلاب کې د څلورو کسانو په مړينه د افسوس څرګندون کړې او د مړه شوو کسانو کورنيو ته یې د مالي مرستو ورکولو اعلان کړی دی.

پي ډي اېم اې د صوبې په برنو شمالي او جنوبي ضلعو کې په راتلونکو 24 ساعتونو کې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

ويل شوي، د بارانونو له امله د سېلابونو او خوړونو راتلو او د غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG