لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل عاصم منیر: چې څوک شریعت او آیین نه مني، مونږه یې پاکستانیان نه ګڼو


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر ویلي دي چې څوک شریعت او ايين نه مني نو دوي یې پاکستانیان نه مني. ټولنیزې رسنۍ د انتشار خورولو لپاره د یوې الې په توګه کارول کېږي – طالبانو ته یې به اشاره ویلي خوارج ډېره غټه فتنه ده.

په اسلام اباد کې د دیني عالمانو قامي کنونشن ته خپله وېنا کې د پوځ مشر وویل چې په ځمکه تر ټولو لويې جرم فساد دې او د پاکستان پوځ د الله په امر د فساد فی الارض ختمولو هڅې کوي. هغه په دیني عالمانو زور راوړی چې په ټولنه کې دې دتندروی یا نفاق په ځای اعتدال پسندۍ او اتحاد ته وده ورکړي.

جنرل عاصم منیر خبردارې ورکړی چې ټولنیزې رسنۍ د انتشار خورولو لپاره د یوې الې په توګه کارول کېږي او د پوځ د بیانونو وروسته په سوشل میډیا کې د امنیتي ځواکونو د انټرنېټ د لارې په هدف کول او په ضد یې د غلطو معلوماتو خپرولو غندنه کوي.

نوموړي وویل “که چا پاکستان کې د الغاو تلغاو خپرولو هڅه وکړه نو په خدای قسم چې مونږه به یې په وړاندې ودرېږو او د نړۍ یو قوت هم پاکستان ته زیان نشي رسولی “

عاصم منیر وویل چې که څوک د ریاست په اهمیت ځان پوها کول غواړي نو د عراق، شام او لیبیا نه دې پوښتنه وکړي- هغه ویلي چې په چا کې هم توان نشته چې د پېغمبر اسلام سپکاوې وکړي.

جنرل عاصم منیر د ټي ټي پي نوم نه دې اخستې خو ویلی یې دي چې خوارج ډېره غټه فتنه ده ، جنایت کار او قاچاقبر د ترهګرۍ مرسته کوي او افغان طالبانو ته یې به اشارې سره وویل چې مونږه څلوېښت کالو پورې افغان کډوالو مېلمستیا کړې ده ، مونږه دوي پوها کوو چې دوي دې د خوارجو د فتنې په خاطر دې خپل ګاونډي ، مسلمان ورور هېواد او د یو زوړ دوست مخالفت نه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د ترهګرۍ ترڅنګ په نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي او ویلي یې دي چې پښتنو او د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ په ضد قربا نی ورکړي دي او مونږه یې ستاینه کوو – هغه د پاکستان اولس ته یې په اشاره ویلي چې قوم ورسره ولاړ دې.

د پاکستان د پوځ ویاند لېفټننټ احمد چودهري تېره ورځ ویلي وو چې په هېواد کې د جعلي خبرونو او پروپېګنډې د لارې د قامي ادارو په ضد ډیجیټل ترهګري روانه ده خو په ضد یې حکومتي ګامونه نه پورته کړی کېږي.هغه ویلي وو د بده مرغه په سوشل میډیا د لارې په اولس کې شکونو ته لمن وهل کېږي

پوځ د اعلا پايې د پوځي مشرانو په یوې غونډه ۸۳ مې فارمېشن کمانډرز کانفرنس کې څو میاشتې وړاندې په ملکي ادارو د نیوکو کونکو په ضد پراخه او تندو کاروایانو مشوره ورکړې وه ، دا وروسته له هغې چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په اېکس اکاونټ لیکلي وو او په خپلو پلویانو یې زور راوړی وو چې د پاکستان نه د بنګال د بیلېدلو پېښو په اړه دې د حمود الرحما کمېشن د رپورټ مطالعه دې وکړي.

ددې وروسته یو تند غبرګون راپارېدلی وو او د سوشل میډیا د لارې د بنګال د جدا کېدلو په وخت په بنګالیانو کې د مشهور لیډر شېخ مجیب الرحمان زاړه تقریرونه او عکسونه خپاره کړي وو او د هغه اندېښنې یې تازه کړې وې.

( ددې خبر معلومات د پاکستان د مطبوعاتو او د وي او ای اردو څانګې دي )

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG