لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم پوله دواړو خواو ته تراوسه تګ راتګ نه دی پيل شوی


په تورخم پوله پرون د 12م اګست په مازيګر ناوخته د پاکستاني امنیتي ځواکونو او افغانستان د لوري طالبانو په يو بل ډزې کړې وې، او د هغې وروسته پوله د دواړو خواو څخه د تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.
په تورخم پوله پرون د 12م اګست په مازيګر ناوخته د پاکستاني امنیتي ځواکونو او افغانستان د لوري طالبانو په يو بل ډزې کړې وې، او د هغې وروسته پوله د دواړو خواو څخه د تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله پاکستاني چارواکو سهار وي او اې ډیوه ته د پولې د پرانستو خبر ورکړی، خو تراوسه پورې په پوله دواړو خواو ته تګ راتګ نه دی پيل شوی.

په تورخم پوله پرون د 12م اګست په مازيګر ناوخته د پاکستاني امنیتي ځواکونو او افغانستان د لوري طالبانو په يو بل ډزې کړې وې، او د هغې وروسته پوله د دواړو خواو څخه د تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

پاکستان لوري ته چارواکو ويلي وو، د ډزو په تبادله کې دوه پاکستاني امنيتي عسکر ژوبل شوي وو.

د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن (ار ټي اې) په اېکس يو پوسټ کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع له قوله ويلي، "په تورخم د ډېورنډ فرضي کرښې (افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې) په اوږدو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو په افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړي، او افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشوي او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه تللې دي".

د ار ټي اې په خبر کې زياته کړل شوې، "د پاکستاني ځواکونو لخوا د ملکي خلکو کورونه په نخښه شوي، چې په پایله کې یې یوه ښځه او دوه تنه ماشومان" وژل شوي دي.

نن سهار په پوله پاکستان لوري ته د کسټم او اېف آی اې چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، دوی ته د پولې پرانستو ويل شوي او د پولې ټوله عمله هم خپل خپل ځای ته رسېدلې، خو د ماسپښين دوه بجو پورې دواړو غاړو ته تګ راتګ نه وو پيل شوی.

چارواکو ويلي وو په پوله اوس هم د دواړو خواو امنيتي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

یو پاکستاني حکومتي چارواکي پرون ناوخته وي او اې ډیوه ته ويلي وو، شخړه پس له هغې شروع شوه چې طالبانو په پوله څه تعمیراتي کار کولو او پاکستاني چارواکو طالبان منع کړل.

د چارواکي ترمخه، د دواړو خواو ډزې مازیګر شروع شوې او تر ماښام پورې يې دوام لرلو. د چارواکي په قول ډزې درنې وې.

د ډزو په نتیجه کې د تورخم په باچا مېنه سیمه کې مېشت ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلي او محفوظو ځایونو ته منتقل شوي وې.

د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ په پوله تازه جګړه په داسې حال کې شوې چې په تورخم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کليئرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په پوله وخت په وخت د دواړو خواو امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړې شوي او پوله بيا د څو څو ورځو دپاره تړل شوې ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG