لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له ترکیې غوښتي چې د تاو تریخوالي د کمولو لپاره ایران قانع کړي

جېف فلېک په ترکیه کې د خپلې نوکرۍ یا دندی موده په ختمیدو په استنبول کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل: "مونږ خپلو ټولو اتحادیانو ته د ترکیه په ګډون چې له ایران سره اړیکې لري وایو چې په دوی اثر انداز شي چې تاو تریخوالی دی کم کړي." .

په ترکیه کې د امریکا سفیر ویلي چې امریکا له ترکیې او نورو اتحادیانو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي د کمولو لپاره دې ایران قانع کړي.

په ترکیه کې د امریکا سفیر جېف فلیک دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په سیمه کې د حماس او حزب الله د جګپوړو غړو له وژل کېدو وروسته د ایران او د هغه ملاتړو لخوا د احتمالي بریدونو وېره ښودل کیږي.

د ایران په پلوه د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جولای په ۳۱ مه د ایران په پایتخت تهران کې وژل شوی و، چې ترمخه یې له ایران لخوا د اسرایل نه د غچ اخیستو ویرې پیدا شوي. ایران د اسماعیل هنیه د وژنې پړه په اسرایل اچولی ده خو اسرایل یې مسوولیت نه دی منلی.

اسرایل په غزه کې د فلسطیني اسلامې ډلې حماس پرضد جګړه کې بوخت دی.

جېف فلېک په ترکیه کې د خپلې نوکرۍ یا دندی موده په ختمیدو په استنبول کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل: "مونږ خپلو ټولو اتحادیانو ته د ترکیه په ګډون چې له ایران سره اړیکې لري وایو چې په دوی اثر انداز شي چې تاو تریخوالی دی کم کړي." .

هغه د ترکيه لخوا خبرو کې بوخت ملګرو په اړه وویل : "هغوي دا خبره یقینی کولو لپاره چې څه کولی شي هغه کوي " او زیاته یې کړه چې : " زمونږ په مقابله کې دوی ډیر ډاډه ښکاري چې دا (تاو تریخوالی) به زیات نه شي "

د امریکا او ترکیې اړیکې په وروستیو کلونو کې د شام له کردانو سره چې ترکیه یې ترهګر ګڼي د امریکا د اتحاد له امله

او د ترکیه لخوا روس نه د ایس – 400 دفاعي نظام د اخیستو په سر کړکیچنې شوي وې. امریکا په ترکیه بندیزونه لګولي وو او ترکیه د اېف – 35 جېټ پروګرام نه لرې کړی و.

خو جیف فلېک وویل چې هغه په خیال د امریکا او د ترکیه اړیکې اوس "د پخوا په مقابله کې په ښه ځای کې دي."

هغه د ترکیه "ګټور کردار" یادونه وکړه چې ترکیې د اګست په پیل کې په انقره کې د امریکا او روس ترمنځ د سړې جګړې وروسته ترټولو لوی بندیان تبادله کې لوبولی و.

خو جېف فلېک د ګل/ دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې وضعیت "ډېر مشکل" دی او د صدر طیب اردوان لخوا د اسرایل ضد بیانانو سره د ترکیې لپاره په خبرو اترو کې د مرکچي رول لوبول ګران دی. هغه وویل چې د غزې په اړه د انقرې او واشنګټن ترمنځ اختلاف وروسته له هغه کم شو چې واشنګټن په فعاله توګه د ډز بندۍ غوښتنه وکړه، خو لا اختلافات شته دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG