د امریکا په ټېکسس ریاست کې یوه فېډرل یا مرکزی عدالت جج یا قاضي د ګل- دوشنبې په ورځ د بایډن انتظامیې هغه پروګرام معطل کړی چې امریکايي شهریانو سره واده کوونکو کسانو ته پرته له دې چې امریکا پریږدي به یې قانوني حېثیت ورکولو.
دا په کلونو کې د امریکا صدر لخوا اخیستل شوي ترټولو لوی ګام چې د شهریت لار یې اسانه وله د هغه لپاره په عارضي توګه یو ګوزار ګڼل کیږي.
د امریکا ډسټرکټ يا ضلعي جج جې کېمبل بارکر لخوا جاري شوی اداري سټې ارډر یا حکم په داسې حال کې رامینځته شوی چې د ريپیلېکن ګوند سره تعلق لرونکي اټارني جنرل یا مشر څارنوال په مشرۍ کې 16 ریاستونو دغه پروګرام چېنلج کړی و، او د یوې اندازې ترمخه به یې پینځو لاکو کډوالو او د دوی نزدې پنځوس زرو ماشومانو ګټه پورته کړې وی.
ټېکسس یو له هغه ریاستونو دی کوم چې دغه پروګرام چېلنج کړی او ادعا کوي چې غیر قانوني کډوالو لپاره د صحت نه واخله تر د امنیت ساتونکو ادارو پورې هر یو کال میلینونه ډالر مصرفوي.
صدر جو بایډن د جون په میاشت کې دا پروګرام اعلان کړی و.
د عدالت د پروګرام د معطل کولو حکم چې دوه اوونۍ پورې به دوام کوي خو نور هم غزیدلی شي ، یوه اوونۍ وروسته له هغې شوی دی چې د امریکا هوم لینډ سیکورټي وزارت د خواستونو منل پیل کړل.
دا پروګرام د امریکا هغه شهریانو ته چې ښځه یې خاوند یې غیرقانوني دي او په ځینې معیارونه پوره وي نو موقع ورکوي چې په امریکا کې پاتې شی او ګرین کارډ یا قانوني کېدو لپاره خواست ورکړي.
د دې نه وړاندې به د امریکا نه بهر تلل و او په کلونو انتظار پکې شامل و.
Forum