لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه پرېس کلب کې بې د اجازته په کانفرنس يا سيمينار بنديز لګول شوی


د پاکستان د بلوچستان صوبې سر ښار کوټې انتظاميې د کوټې په پرېس کلب بندیز لګولی چې د انتظامیې د اجازته بغېر به کوم سياسي ګوند يا تنظيم ته د کانفرنس يا سيمینار اجازت نه ورکوي.

پاکستان کې د خبريالانو تنظيمونو د کوټې د انتظامیې دغه پرېکړه غندلې او رد کړې، او ياده پرېکړه یې په ملک کې د اظهار رای په ازادۍ او مطبوعاتو په ازادۍ بريد ګرځولی دی.

د کوټې د مرستيال کمشنر لخوا د کوټې پرېس کلب د صدر عبدالخالق بلوڅ په نوم د اګست په 27مه د جاري شوې اعلامیې په سر ليکل "ډېر مهم" ليکل شوي دي.

اعلاميه کې زياته کړل شوې، "د امنيتي صورتحال له امله به کوم تنظيم، سياسي ګوند ته اجازه نه وي چې په کوټه پرېس کلب کې بې د پېشګي يا وړاندې څخه اجازت بغېر کانفرنس يا سيمينار وکړي".

د کوټې پرېس کلب ته دغه اعلاميه په داسې وخت کې ورکړل شوې چې د 25م او 26م اګست په مينځنۍ شپه کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په پوله د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې ناکې لګولې، د ګاډو نه یې کسان کوز کړي، د چارواکو په وينا يواځې په موساخېل کې یې 22 تنه وژلي وو، په وژل شوو کې د ګاډو ډرايوران او عام کسان وو.

بلوچستان کې په دغه ورځ وسله والو بريدونو او پېښو کې د چارواکو په وينا، د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې وه.

د کوټې پرېس کلب ته د تازه اعلاميې جاري کولو نه وړاندې د روان کال مې په مياشت کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سيمينار په وخت د کوټې انتظاميې لخوا د کوټې پرېس کلب تړل شوی، تالا، قلف ورته لګول شوی، او بيا خبريالانو د دغه ګام پرضد احتجاجونه کړي وو.

د کوټې انتظاميې لخوا د کوټې پرېس کلب ته جاري کړل شوې اعلاميه هم پاکستان کې د خبريالانو تنظيمونو او پرېس کلبونو لخوا غندل شوې او ويلي يې د دغه اقدام پرضد به احتجاج کوي.

پاکستان کې د جرنلسټانو يو تنظيم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يو جی مشر افضل بټ د کوټې انتظامیې تازه اعلاميه غندلې، دا یې د اظهار رای او مطبوعاتو د ازادۍ پرضد ګرځولې او د انتظامیې څخه یې د دغه اعلامیې بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان يونين اف جرنلسټس، کراچۍ پرېس کلب او کراچۍ يونين اف جرنلسټس هم ياده پرېکړه غندلې او دا یې د اظهار رای او مطبوعاتو په ازادۍ حمله بللې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG