د اوکراین پوځ د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، د هغو اېف-16 جهازونو له جملې څخه چې غربي اتحادیانو ورکړي دي، یو یې راغورځېدلی دی.
د اوکراین پوځ په یو بیان کې چې په فېسبوک یې خپور کړی، ویلي دي چې دغه جنګي جټ جهاز د ګل/دوشنبې په ورځ هغه وخت راوغورځېد چې روس په اوکراین باندې د میزائیلو او ډرون الوتکو یو عظیم برید وکړ.
دا په اوکراین کې د اېف-16 جنګي جهاز د غورځېدو لومړۍ پېښه ده چې رپوټ شوې ده. دغه اېف-16 جهازونه د تېر جولائی میاشت په آخره کې اوکراین ترلاسه کړي دي.
د اوکراین دفاع وزارت د دې جهاز د راغورځېدو د واقعې پلټنه کوي.
د زیارت ورځې په سهار د اوکراین پوځ وویل چې تېره شپه یې روس د څلور اویا (۷۴) ډرونونو او درې (۳) هدایت کړی شوي میزائیلو سره په اوکراین حملې وکړې، خو په دې کې اوکرایني ځواکونو شپېته (۶۰) ډرونونه وېشتي او راغورځولي دي.
د پوځ وینا ده چې دغه ډرونونه یې د چېرکاسي، دنیپروپېتروفسک، ډونېتسک، خارکیف، خرسون، کېروفوراډ، کیېف، پولټاوا، او سامي علاقو کې راغورځولي دي.
په کیېف کې چارواکو وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې دغه پایتخت باندې د روس له طرفه د ډرونونو درې جوپې حملې شوې دي. سېرهي پوپکو، چې د کیېف د پوځي ادارې مشر دی، په ټېلېګرام پلېټفارم ویلي چې د قریب شپږو ګېنټو دپاره د بمباریو د خبرداري الرټونه چالان و، او هېڅ کوم یو ډرون خپل هدف ته ونه رسېدو.
هغه زیاته کړې چې د وېشتل شوو ډرونونو ملبې د کیېف په درېیو علاقو کې په رهایشي ودانیو راغورځېدلي، خو د کومې مرګ ژوبلې واقعه یې نده رپوټ کړې.
د اوکراین خارجه وزیر دمیترو کولېبا د زیارت/پنجشنبې په ورځ په براسلز کې د یورپي اتحاد د خارجه وزیرانو له یو اجلاس نه وړاندې خبریالانو ته وویل، دوی له اتحادیانو غواړي چې اوکراین ته دې وسلې ورکړي او اوکرایني ځواکونو ته دې دا اجازت ورکړي چې په دغو وسلو د روس دننه "جائز پوځي اهداف" په نښه کړي.
کولېبا دا هم وویل چې د اوکراین اصلي مقصد دا دی چې وکړی شي هغه هوایي اډې وولي کوم نه چې روس د اوکراین د بمبارولو دپاره جنګي جهازونه پورته کوي.
د روس دفاع وزارت دعوه کړې چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ یې د بلګوروډ، بریانسک او کرېمیه علاقو دپاسه، د اوکراین شپږ ډرونونه ویشتي او راغورځولي دي.
Forum