لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان مزدورانو ته پیرزونې وړاندې کولو دپاره 'لېبر ډی ' لمانځي


د سېپټمبر د میاشتې د وړمبي گل ورځ د کال 1894م راهیسې په قامي کچه رخصتي وي ، سرکاري دفترونه او سکولونه بند وي.
د سېپټمبر د میاشتې د وړمبي گل ورځ د کال 1894م راهیسې په قامي کچه رخصتي وي ، سرکاري دفترونه او سکولونه بند وي.

په امریکا کې هر کال د سېپټمبر وړمبي گل – دوشنبې ورځ د هېواد مزدورانو خدماتو ته پیرزونې وړاندې کولو دپاره امریکایان 'لېبر ډی' یا د مزدورانو ورځ لمانځي.

د سېپټمبر د میاشتې د وړمبي گل ورځ د کال 1894م راهیسې په قامي کچه رخصتي وي ، سرکاري دفترونه او سکولونه بند وي.

دا ورځ یعني د سېپټمبر د میاشتې وړمبۍ ګل ورځ په غیر سرکاري توگه د اوړي د موسم اختتام گڼلی کیږي.

په دې ورځ مختلفو ښارونو کې لوې لوې پریډونه کیږي او په کارخانو کې کارکوونکو خواريکښو ته پیرونې وړاندې کولی شي.

زیاتره امریکایان په لېبر ډی د خپلو کورنیو سره د کور نه بهر پارکونو ته سیل یا پکنک ته ځي. د لېبر ډی نه یوه ورځ وروسته د امریکا په ډیرو ریاستونو کې د اوړي د رخصتیو ورسته د ماشومانو د سکولونو نوی کال پیل کیږي.

د امریکا ټرانسپورټ امنیت ادارې یا ټي ایس اې ویلي چې دوی تمه لري چې 17 میلینه خلک به هوایي سفر وکړي چې د تیر کال لیبر ډې د مسافرینو شمېر نه اته فیصده زیات دی. هغه کسان چې په دې لېبر ډی کې به د موټر د لارې سفر کوي هغوي به د پټرولو اوسط بیې د تیر کال په مقابله کې لس فیصده کمې ورکوي.

د مې مزدورانو ورځ او لیبر ډې ترمنځ فرق څه دی؟

د نړۍ په ډېرو صنعتي هېوادونو کې د مې لومړۍ نېټه د مزدورانو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، خو د دې ورځې لمانځل په امريکا کې د پېښو سره تړاو لري.

د 1886م کال د مې په میاشت کې په شېکاګو کې د مزدورانو د حقونو د یوې مظاهرې پر مهال یوه چاودنه وشوه چې د اوو پولیسو په ګډون 11 کسان پکې وژل شوي وو.

د دې ورځې په یاد کې په ټوله نړۍ کې د مې په اوله نیټه مزدورانو ورځ لمانځل پیل شوه.

امریکایان ولې د مې ورځ نه لمانځي؟

په شیکاګو کې د دې پېښې وروسته په امریکا کې د مزدورانو د اتحادیو پر ضد کمپین پیل شو.

د مې په میاشت کې احتجاجونه ته د سخت کیڼ اړخ سیاسي تحریک په توګه لیدل کیدل پیل شول او د سېپټمبر د میاشت د وړمبي گل ورځ 'لېیر ډی ' ته د ځایي او رياستي حکومتونو مرسته ترلاسه وه.

وروسته کله چې په امریکا کې په دې اړه بحث پیل شو چې د مزدورانو ته د هغوي خدماتو د پیرزونې وړاندې کولو دپاره کومه ورځ د رخصتۍ په توګه وټاکل شي نو د سېپټمبر میاشت د وړمبي گل ورځ د مې پر ځای وټاکل شوه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG