لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیه په 13 کلونو کې د اول ځل لپاره د عرب لیګ په غونډه کې ګډون کوي


د ترکيه سرچينو ويلي چې په دې غونډه کې د ګډون دپاره د بهرنيو چارو وزير حقان فېدان ته بلنه د عربي ټولنې د غړیو هېوادونو سره د اړيکود ښه کېدو او د سيمې په سيمه ييزو حالاتو کې د کردار لوبولو دپاره د ترکيه د زياتېدونکي لېوالتيا ښکاره کوي (فایل فوټو)
د ترکيه سرچينو ويلي چې په دې غونډه کې د ګډون دپاره د بهرنيو چارو وزير حقان فېدان ته بلنه د عربي ټولنې د غړیو هېوادونو سره د اړيکود ښه کېدو او د سيمې په سيمه ييزو حالاتو کې د کردار لوبولو دپاره د ترکيه د زياتېدونکي لېوالتيا ښکاره کوي (فایل فوټو)

په تېرو 13 کلونو کې د لومړي ځل لپاره به ترکیه د نهې سه شنبې په ورځ په قاهره کې د غزې د جګړې په اړه د عرب لیګ یا عرب هېوادنو اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

رویټرز سره دغه خبر یوې سفارتي سرچینې د ګل- دوشنبې په ورځ شریک کړی دی.

که څه هم ترکيه په غزه کې د فلسطیني وسله والې ډلې حماس پر وړاندې د جګړې له امله اسرایل غندنه کړی او د اسرایل پر ضد یې د نړیوال انصاف عدالت کې د فلسطینیانو د قتل عام په تور مقدمې کې ګډون کړی، خو په وروستیو کلونو کې د عرب لیګ سره د ترکیه تعلقات د پام وړ ترینګلې شوې دي.

انقرې د مصر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره له اوږدې مودې کړکېچنې اړیکې ښې کړې، خو د شام په ګډون د عرب لیګ له نورو غړو سره یې اختلاف تر اوسه موجود دي.

په غزه کې د جګړې د پیل کېدو وروسته ترکیه د جګړې د ختمولو لپاره ته رسولو لپاره عرب لیګ او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (OIC) د ګډ همغږۍ ډلې یا ګروپ سره یوځای شوی دی.

د ترکيه سرچينو ويلي چې په دې غونډه کې د ګډون دپاره د بهرنيو چارو وزير حقان فېدان ته بلنه د عربي ټولنې د غړیو هېوادونو سره د اړيکود ښه کېدو او د سيمې په سيمه ييزو حالاتو کې د کردار لوبولو دپاره د ترکيه د زياتېدونکي لېوالتيا ښکاره کوي.

سفارتي سرچینو زیاته کړې چې ترکیه غواړي د اسلامي همکارۍ تنظیم سره ادارتي اړیکې او همکارۍ زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه چې د عربي ټولنې له غړو سره د ترکیې اړیکې "د اوسنیو سیمه ییزو مسلو په هوارولو کې مرسته کولې شي او په راتلونکي کې د ثبات او دوامدارې همکارۍ ته وده ورکولې شي."

د انقرې او د خلیج د همکارۍ تنظیم (GCC) ترمنځ خبرې روانې دي چې د دې کال تر اخېره پورې د ازاد تجارت لوظنامه وکړي.

ترکیه په 2011م کال کې اخېري ځل په عرب لیګ په غونډه کې ګډون کړی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG