لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو اخلاقي قوانين چې ښځې په نخښه کوي، افغانستان نور يواځې کوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې د "تش په نوم اخلاقي قوانينو" په اړه خپله "کرکه" څرګنده کړې، چې ښځې خاموشه کوي او مخونه یې پټوي.

ولکر ترک د ګل، دوشنبې په ورځ په جنېوا کې د بشري حقونو د شورا غونډې ته ویلي، نوی قانون په افغان جينکو سکولونو ته د نه تلو د بنديز سره لګول شوی، جينکۍ د پوهنتون د زده کړو څخه منع کړل شوي، او ښځې په عامه ژوند کې د کار ځايونو ته رسايي نه لري.

د بشري حقونو کمشنر ویلي، "زه وبونېږم چې فکر کوم چې په افغانستان کې د ښځو او جينکو لپاره راتلونکې کې نور څه دي. د هيواد په نيمه ابادۍ دا ظالمانه واک په اوسنۍ نړۍ کې ساری نه لري".

ترک د نوو اخلاقي قوانينو غندنه کړې او دا یې "د جنس په بنياد منظمه ظلم زیاتی" بللی دی، نوموړي خبرداری ورکړی، په ښځو دغه سختيانې به "افغانستان نور يواځې والي ته بوځي، تکليف او مشکلات به یې زيات کړي".

هغه ويلي، دا به په غټه کچه د افغانستان د پرمختيا راتلونکی په خطر کې واچوي.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي رچرډ بېننټ هم په جنېوا کې غونډې ته ويلي، په وروستيو کې هغه هم په افغانستان کې د حالاتو د اروزنې دپاره طالبانو د سفر څخه منع کړی دی.

هغه ویلي، اخلاقي قوانين "د بشري حقونو د درناوي په نخښه کولو د بل پړاو نشاندهي کوي"وروسته له هغې چې طالبانو درې کاله وړاندې افغانستان په واک کې اخستی دی.

طالبانو تېره میاشت نوي سخت قوانين او بنديزونه نافذ کړي دي.

په دغو بنديزونو کې افغان مېرمنې بغېر له نارينه د سفر څخه منع کړل شوي، ښځو ته په عامو ځايونو کې د چپه خوله پاتې کېدو ويل شوي، ښځو ته د سر نه تر پښو پورې او مخونو پټولو ويل شوي، او غېر سړو سره د سترګو مخامخ کولو نه منع کړل شوي دي.

د طالبانو په نوي قانون کې ښځې په عامه ژوند کې د زمزمه کولو، شعر ویلو، یا په لوړ غږ خبرې کولو نه منع کړي، او امر یې کړی چې ښځې دې د کوره بهر ټول وخت خپل ټول وجود او مخ پټ وساتي.

دغه محدودیتونه په هغه دستاويز کې بیان شوي چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر د قانون په نامه د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت په 21م اګست، د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د منظورۍ وروستو، خپور کړی وو.

وزارت ته امر شوی چې د جرمونو او قوانينو سرغړونه کوونکو ته د زباني خبرداري نه تر جرمانې پورې سزاګانې ورکړي، په دغو جرمونو کې زنا، د واده نه بغېر جنسيت، همجنس بازي، د ژوندي څيزونو عکسونه اخستل او غېر مسلمانانو سره دوستي شامل دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشر تازه څرګندونو ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی، خو له دې وړاندې یې په اخلاقي قوانينو نړیوالې نيوکې رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په وروستيو کې ويلي، "غېر مسلمانان باید په اسلامي قوانينو ځان پوهه کړي او اسلامي قوانينو ته درناوی ولري"، وړاندې له دې چې دا رد کړي يا پرې نيوکې وکړي.

هغه ويلي، "د پوهې پرته که په دې باندې اعتراضونه راپورته کيږي، مونږ یې د اسلامي شريعت سپکاوی ګڼو".

په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو سره د سخت چلند له امله تراوسه پورې په نړيواله کچه د طالبانو واکمني چا هم په رسميت نه ده پېژندلې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG