د نړېوال کړکېچ سازمان یا انټرنېشنل کراېسس ګروپ (آی سي جي) وایي چې په صومالي کې داعش ډله د ترهګرۍ دپاره یو اهم مالیاتي اثررسوخ لري، او یو رپوټ وایي چې صومالي کې د داعش ډلې مشر ممکن د داعش نوی عمومي مشر شي.
داعش-صومالي د جنګ په میدان کې د القاعده متعلق الشباب ډلې غوندې فعال ندی. الشباب د صومالي په جنوب او مرکزي برخو کې پراخې علاقې پخپلې ولقې کې لري. د کړکېچ نړېوال سازمان یا آی سي جي د زیارت په ورځ رپوټ خپور کړ چې داعش-صومالي ډله له بهرملکي داعش ډلو سره خپل تعلقات مضبوطوي.
د دې نه علاوه، په رپوټ کې راغلي چې داعش-صومالي سره دا صلاحیت شته چې د افریقې په نورو ملکونو کې د ترهګریزو عملیاتو مالیاتي مرسته وکړي.
د آی سي جي یو څېړونکی عمر محمود وویل چې داعش-صومالي د الشباب په نسبت، له صومالي نه بهر لوی کردار ادا کوي.
محمود زیاته کړه: "د الشباب خطره بیخي زیاته او ترې غټه ده. مګر په عین وخت کې د صومالي-داعش ډله که څه هم ځیني غټې کمزورۍ لري، مګر [د الشباب په نسبت] یوه برتري یې دا ده چې برقراره ده، او دویمه دا چې ځان ته یې د داعش په لویه ډله کې یو کردار جوړ کړی دی، په خاصه توګه دا چې د داعش شبکې د نورو څانګو او متعلقه ډلو ترمنځ د یو مالیاتي مرکز په حیث کردار ادا کوي."
آی سي جي ویلي چې داعش په کال ۲۰۲۰ کې په افریقې وچه کې خپل عملیات دوباره منظم کړي، او په ډېموکرېټک رېپبلک آف کانګو او موزمبیق کې چې د داعش متعلقه ډلې دي، د هغه مشري یې هم د صومالي په پنټلېنډ علاقه کې د صومالي-داعش مرکز ته ورسپارلې ده.
د رپوټ ترمخه، داعش-صومالي د ۱۰۰ نه واخله تر ۴۰۰ پورې جنګیالي لري چې د صومالي په شمالي علاقو کې ځای پرځای شوي دي. آی سي جي وایي، باور کیږي چې د دې جنګیالیو قریب نیمایي بهرني (غیرصومالي) وګړي وي. د روان کال په پیل کې، د صومالي د پنټلېنډ سیمې چارواکو د داعش ډلې شپږ تنان ګرفتاره کړل کوم چې د المغرب یا مراکش هېواد سره یې تعلق ساتلو. هغوی وروسته له صومالي وشړل شول.
د وسله والو شخړو د ځای او پېښو د ډېټا پراجکټ ترمخې، د سږکال د مې میاشتې راهېسي صومالي-داعش ډله ورځ تر بلې فعاله شوې ده او په امنیتي اهلکارو او کاروباري مرکزونو باندې یې څو څو حملې کړې دي.
د کینیا سره تعلق لرونکی د ترهګرۍ ضد چارو یو ماهر رېچرډ ټوټا وایي چې په صومالي کې کمزوره مرکزي حکومت د دې سبب شوی چې هغه ملک د داعش ډلې یو اهم مالیاتي مرکز جوړ شي.
په تېره مې میاشت کې امریکا په صومالي کې د داعش مشر عبدالقادر مؤمن په بمباریو کې هدف وګرځولو، خو مؤمن په هغې حملې کې بچ پاته شو.
څېړونکي وایي چې که مؤمن د ټوله داعش ډلې مشر شي، نو دا به په افریقا کې د داعش ډلې د اثررسوخ زیاتېدو نښه نښانه وي.
Forum