لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټولټنبرګ په وداعیه وینا کې: د افغانستان نه وتل، غوره فیصله وه


ینس سټولټنبرګ په تېرو لسو کلونو کې د نېټو عمومي منشي پاته شو او د کار موده یې د دې میاشتې په آخره کې پای ته رسیږي
ینس سټولټنبرګ په تېرو لسو کلونو کې د نېټو عمومي منشي پاته شو او د کار موده یې د دې میاشتې په آخره کې پای ته رسیږي

د نېټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې د کار موده یې ختمه شوې ده، ویلي چې د نړېوالو قواوو لخوا په افغانستان کې د ملت (قام) جوړونې منصوبه، د حده زیات لوړ هدف و، او د افغان حکومت فوري سقوط دا وښوده چې د هغه ملک څخه د نېټو ځواکونو راوتل یوه غوره فیصله وه.

سټولټنبرګ د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپلې وداعیه یا مخه ښه وینا کې وویل چې افغانستان کې د دوی مېشن یا ماموریت، له حده زیات اوږد شو او په ۲۰۱۴ کال کې لا دا پلان و چې په دوه درې کلونو کې خارجي عسکر له افغانستانه ووځي، خو د نېټو پوځیانو شتون هلته اووه کاله نور هم وغځېدو.

د نېټو تلونکي مشر زیاته کړه: "هغه څه چې د ترهګرۍ ضد یو مرکوز عملیات په حیث پیل شوی و، وروسته د ملت-جوړوونې په یو پراخ او عظیم مېشن بدل شو. یو ډېموکرېټک او متحد افغانستان چې ټول په کې برابر حقونه ولري، ارزښتمن هدف و، خو دا یو ډېر له حده لوړ هدف و."

د سټولټنبرګ وینا وه چې د شل کاله جنګ وروسته هم، "مونږ لا جنګ نه و ګټلی. طالبانو کامیابۍ حاصلولې، او داسې متحد افغان چارواکي موجود نه و چې زمونږ د تګ نه پس ذمه وارۍ په غاړه واخلي."

د نېټو عمومي منشي د نړۍ په موجوده حالاتو هم خبرې وکړې، او د دې سازمان په غړو ریاستونو یې غږ وکړ چې د نېټو د بنیادي اقدارو خیال وساتي.

ینس سټولټنبرګ وویل: "نېټو د جنګ سرد په زمانه کې کامیابه راووتله، البته یو دلیل یې دا و چې مونږ په پرانېستو اقتصادونو (آزادو بازارونو) او د خپلو ملکونو ترمنځ په مقابلې باور لرو. او په یاد وساتئ چې زمونږ د بنیادي لوظنامې – واشنګټن لوظنامې - په دویم آرټیکل کې په واضحه ویلی شوي چې مونږ باید یو بل وهڅوو چې د اتحادیانو ترمنځ اقتصادي همکارۍ مضبوطې کړو. نو راځئ چې دا ژمنه سنجیده وګڼو."

ینس سټولټنبرګ په تېرو لسو کلونو کې د نېټو عمومي منشي پاته شو، او اوس چې یې د کار موده په ختمېدو ده، ټاکل شوې چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د نېډرلېنډز پخوانۍ وزیراعظم مارک روته د هغه په ځای د نېټو د عمومي منشي یا سېکرېټرجنرل په حیث کار پیل کړي.

د دې رپوټ معلومات د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې نه اخېستل شوي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG