لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په شام کې د داعش او القاعده 37 توندلاري وسله وال وژلي


د امریکې پوځ د اتوار، يکشنبې په ورځ ویلي، په شام کی یې په دوه هوايي بريدونو کې د داعش او القاعدې سره تړاو لرونکي 37 توندلاري وسله وال وژلي دي.

ويل شوي، په وژل شوو کې دوه مشران کمانډران هم شامل دي.

د امریکې مرکزي کمانډ [سېنټکام] ويلي، د نهې، سه شنبې په ورځ یې جنوب لويديځ شام کې د القاعده سره تړلې حراس الدين ډلې يو مشر کمانډر په ګډون یې اته تنه وژلي دي.

ويل شوي، دغه کمانډر د ډلې د پوځي عملياتو زمه واري لرله.

امریکايي پوځ ویلي، د روانې مياشتې په 16مه نېټه یې د مينځني شام په لرې پرته علاقه کې د داعش په تربيتي کېمپ په غټه کچه هوايي بريدونه کړي وو.

ويل شوي، په دغو بريدونو کې د داعش د شام د څلورو مهمو کمانډرانو په ګډون 28 توندلاري وژل شوي وو.

د بيان ترمخه، هوايي بريدونه به د امریکايي ګټو او اتحاديانو ضد د داعش توان ختم کړي.

په شام کې د 900 پورې امریکايي ځواکونه موجود دي او دوی سره کنټرېکټر هم دي د چا شمېره چې نه ده معلومه، دوی د داعش د بيا راګرځېدو د مخنيوي هڅه کوي.

داعش په کال 2014م کې د شام او عراق څخه ختم کړل شوې، کله چې دې ډلې په سیمه کې غټه علاقه په خپل لاس کې اخستې وه.

امریکايي پوځ، شمال ختيځه شام او د عراق سره پولې ته نزدې، خپل مهم اتحادي د کردانو په مشرۍ د شام ډېموکرېټ ځواکونو ته مشورې ورکوي او مرستې یې کوي.

خبر د اې پي په مننه

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG