لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم وايي، د کورنيو چارو وزارت ته د غورځنګ لاقانونه ګرځول کېدو د فيصلې ضد خواست کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] وکیلان نن پېښور کې راټول شوي، مشوره او پرېکړه یې کړې چې د پي ټي اېم لاقانونه ګرځول کېدو فيصلې ضد به د کورنيو چارو وزارت ته خواست کوي چې خپله فيصله واپس واخلي ځکه پي ټي اېم پرامنه تحریک دی او که د کورنيو چارو وزات یې غوښتنه ونه منله، بيا سپریم کورټ ته ځي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په شپږم اکتوبر، پي ټي اېم د ملک د امنيت دپاره خطره ګرځولې لاقانونه یې ګرځولی دی.

د پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا يو عهده دار او وکیل عطاالله جان وي او اې ډیوه ته وویل، دوی د پي ټي اېم ملګري وکيلان پېښور هايکورټ ته د مشورې دپاره راټول شوي وو.

هغه وویل، "يو تنظيم چې لاقانونه وګرځول شي نو د هغې طريقه کار دا دی چې اول به د کورنيو چارو وزارت ته خواست کیږي چې خپلې فيصلې ته بيا کتنه وکړي، نو زمونږ د وکيلانو ټيم اوس پيټيشن/خواست تياروي دا به مونږ د کورنيو چارو وزارت ته کوو".

د عطاالله جان په خبره، "د کورنيو چارو وزارت سره 90 ورځې وخت وي چې په دغه خواست فيصله واوروي، که د پي ټي اېم ضد فيصله واورول شوه، بيا مونږ ځو د سپريم کورټ دروازه به ډبوو".

نوموړي وویل، دوی نن د پېښور هايکورټ ته د [تهري اېم پي او] لاندې د پي ټي اېم د غړو د نيولو ضد خواست هم وکړو، او په ځينو ځايونو کې د دوی د غړو په ضمانت د خوشي کېدو حکمونه هم شوي هغوی به خوشي شي.

عطاالله جان زياته، د پي ټي اېم د قامي جرګې، عدالت دپاره تیاريانې روانې دي او جرګه به په هر صورت کولی شي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د لومړي سر بيانيه سمه وه خو اوس پکې په قلاره قلاره تشدد راغلی.

خو پي ټي اېم وايي، د اولې ورځې نه یې بيانيه د امن وه او اوس هم په خپله خاوره امن غواړي، د ايين لاندې پرامنه مبارزه کوي.

پاکستان په شپږم اکتوبر پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی دی. پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او سياسي ګوندونو د حکومت د دغه اقدام مخالفت کړی او د يادې فيصلې بيرته اخستو غوښتنه یې کړې ده.

خواجه اصف تېره شپه د جيو ټي وي په يو پروګرام کې وويل، "په لومړي سر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] بيانيه سمه وه خو په قلار قلار پکې عسکريت پسندي راغلې، او په تېرو اتو، لسو مياشتو کې چې د پوځ، پوليس او ملکي خلکو ضد جګړه سېوا شوې، نه پي ټي اېم او نه پاکستان تحریک انصاف د دغه جګړې غندنه کړې، نه یې علي امين ګنډاپور غندنه کوي او نه هغوی [پي ټي اېم] جنازو ته ځي".

خو د پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا صوبې مشر خېرالامين وي او اې ډیوه ته وويل، د پي ټي اېم په بيانيه کې هيڅ بدلون نه دی راغلی، "مونږ په خپله خاوره امن غواړو او په خپله خاوره نور ډالري جنګونه نه غواړي".

نوموړي وويل، "د پي ټي اېم ايجنډا په خپله خاوره ډالري جنګونه بندول، مونږ ته خپل وسايل راکول، مونږ ته خپله جغرافيه راکول، نور مونو د جنګونو توان نه لرو، ځکه مونږ قامي جرګه راوبلله چې ټول په خپله کې کښېنو چې په راتلونکې کې څه وکړو، د دې ستونزو حل به څه وي".

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن او پښتنو ملت پالو ګوندونو په پي ټي اېم د حکومت لخوا لګول شوی بنديز غندلې او د حکومت نه یې د دغه اعلاميې بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پي ټي اېم د ملک د امنيت دپاره خطره ګرځولې، بنديز یې پرې لګولی دی او د پي ټي اېم نوم یې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې نېکټا په وېب پاڼه د لاقانونه ګرځول شوو تنظيمونو په نوملړ کې شامل کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 3:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG