لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد سلمان: نړيواله ورورولي دې اسرايل په ايران د حملې څخه ودرولو کې کردار ولوبوي


د سعودي عرب وليعهد محمد سلمان په نړيواله ورورولۍ ټينګار کړی، په غزه او لبنان کې دې سمدستي جنګ بندي وکړي او اسرايل دې په ايران د حملو څخه ودرولو کې کردار ادا کړي.

محمد بن سلمان پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د سعودي عرب پايتحت رياض کې د عرب لیګ او اسلامي هيوادونو تنظيم (او آی سي) ګډې غونډې ته په وينا کې دغه خبره کړې ده.

هغه ويلي، د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه کوي چې "د نړيوال امن په ځای ساتلو، فلسطين او لبنان کې زمونږ په وروڼو د اسرايل حملې ودروي او يقيني کړي اسرايل زمونږ د ورور اسلامي ملک ايران د سالميت احترام وکړي، او پرې د حملو څخه یې ډډه وکړي".

د ګل په ورځ، ریاض کې په غزه او لبنان کې روانې جګړې په اړه عرب او مسلمان هيوادونو ګډه غونډه بلل شوې وه. د سعودي عرب وزير خارجه تېره مياشت د اسرايل او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د دوه ریاستي حل په خبره د زور راوړلو دپاره غونډه رابللې وه.

يو کال وړاندې هم د عرب ليګ او او آی سي غونډه رابلل شوې چې پکې په غزه باندې د اسرايلي ځواکونو حملې غندل شوې وې.

محمد بن سلمان ويلي، د خپلو اسرايلي وروڼه سره ولاړ يو، فلسطين د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د بشپړ رکنيت په ټولو شرطونو پوره خيژي. هغه د ازاد فلسطيني رياست د جوړولو دپاره په نړیواله کچه د هڅو ګړندۍ کولو اشاره هم ورکړې ده.

د سعودي عرب په کوربه توب غونډه کې د عرب هيوادونو نه علاوه متحده عرب امارات، اردن، ترکي، شام، مصر، پاکستان او ايران په ګډون د نورو اسلامي ملکونو مشرانو هم ګډون کړی دی.

د غونډې نه وړاندې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د ايران صدر مسعود پزشکيان سره په ټيليفون خبرې کړې وې.

د ايران صدر د سعودي عرب وليعهد ته ويلي وو، د ځيني مصروفيتونو له امله هغه په غونډه کې ګډون نه شي کولی، په غونډه کې د ايران استازيتوب مرستيال صدر رضا عارف کړی دی.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه، دواړو مشرانو په غزه او لبنان کې د اسرايل روانو عملياتو او سيمې په حالاتو خبرې کړې او پزشکيان په دغه لړ کې د سعودي عرب په هڅو د اعتماد څرګندونه کړې وه.

له دغې وړاندې د سعودي عرب لوړ پوړي پوځي مشر جنرل فياض بند حامد الرويلي د تهران سفر کړی او د خپل ايراني سيال سره یې ليدلي وو.

په ستمبر کې د اسرايل په حمله کې په لبنان کې د وسله والې ډلې حزب الله مشر حسن نصر الله وژل شوی او د هغې وروسته ايران په لومړي اکتوبر په اسرايل ميزايلې داغلې وې او بيا اسرايل په ځوابي عملياتو کې د اکتوبر په وروستيو کې د ايران پوځي اهداف په نخښه کړي وو.

د دغو حملو وروسته په مينځني ختيځ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ شخړه عروج ته رسېدلې او د کومې غټې جګړې اندېښنې څرګندولی شي.

څيړونکي په سيمه کې زياتېدونکې شخړې او د امریکا په انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ کاميابۍ ته په کتو د سعودي عرب او ايران ترمنځ اړیکې سېوا کېدل مهم بولي.

د ايران او سعودي عرب اړيکې د اووه کالو راهسې قطعه وې خو په مارچ 2023م کې د چین په مينځګړيتوب دغه اړيکې بيرته بحال شوي دي.

د خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG