لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو ځانمرګي برید او تیراه کې لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي


د پاکستان نارامه خېبر پښتونخوا صوبه کې د ګل/دوشنبې راهسې په بنو او خیبر ضلعو کې لږ تر لږه د ۱۹ پوځیانو د وژلو خبرونه تر لاسه شوې دي. پوځ يواځې په بنو کې د ۱۲ امنيتي عسکرو وژنه تاييد کړې ده.

د پاکستان پوځ منلې، په ۱۹م نومبر د بنو په مالي خېل کې د پوځ او اېف سي ځواک په ګډه پوسته وسله وال او ځانمرګی بريد شوی، ۱۲ امنیتي عسکر پکې وژل شوي، په وژل شوو کې لس پوځيان او دوه د اېف سي ځواک عسکر دي.

د امنيتي سرچينو ترمخه اته نور پوځیان د خیبر ضلعې باغ-میدان مرکز کې د وسلوالو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د بنو د پېښې په اړه ورکړي خبر کې ويلي، امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان شپږ وسله وال هم وژلي دي، د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.

خو پوځ د خېبر د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د دې وړاندې د پاکستان بله نا ارامه صوبه بلوچستان کې تېره هفته بلوڅ بېلتون غوښتونکو اووه پاکستاني پوځیان وژلي وو.

د امنیتي سرچینې او ځایي خلکو د وینا له مخې، د بنو د برید په مهال دغه مرکز کې تر 30 پورې امنیتي عسکر موجود وؤ او وسله والو سره یې د شپې تر ناوخته جګړه روانه وه چې پکې جنګي هیلي کاپټر هم کارول کېدو.

سرچېنو ډیوه ته ویلي چې په پېښه کې پینځه عسکر سخت ژوبل شوي هم دي چې د علاج لپاره پوځي روغتون ته رسول شوي اؤ د روغتون سرچېنو د دوؤ عسکرو حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د افغانستان د پولې تر د څنګ قبایلي ضلعې خېبر په لرې پرته سیمه تېراه کې هم د وسله والو سره یوه نښته کې د اتوؤ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي،

د نړیوالې خبري شبکې اې ایف پي د رپورټ تر مخه دا نښتې د باغ میدان مرکز تر څنګ هغه وخت شوي چې وسله والو دغلته په یو پوځي کمپ برید وکړو.

سرکاري سرچینو ویلي چې د تېراه په نښتو کې د اتوؤ امنیتي عسکرو د وژل کېدو تر څنګ درې نور عسکر ژوبل شوي هم دي.

په دې برید کې د نهو وسله والو د وژل کېدو اطلاعات هم مخې ته راغلي دي.

په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو دا خونړي بریدونه څو ساعته وروسته له هغې شوي چې د نهې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو کولو منظوري ورکړل شوه.

د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامي او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی دی.

په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي.

وزيراعظم شهبازشريف د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې وویل چې څو کاله وړاندې دوی په ترهګري قابو موندلی و خو کله نه چې ترهګري بیا زياته شوه نو نړۍ دوی ته پیغورونه ورکوي.

د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي شهباز شریف وویل، چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كې د ترهګرۍ له وجې خلک اندېښمن دي۔

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پېکس) د وروستي رپورټ ترمخه په اکتوبر کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو۔

د پېکس د پورټ ترمخه په مجوعي حملو کې 87 فيصده په خېبر پښتونخوا کې شوي چې 117 تنان پکې ژوند دلاسه ورکړی دی

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG